ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې یو دیني عالم وژل شوی

په پروان کې یو دیني عالم وژل شوی

author avatar
25 Jan 2021 - 11:01
په پروان کې یو دیني عالم وژل شوی
author avatar
25 Jan 2021 - 11:01

چاریکار (پژواک، ۶ سلواغه ۹۹): تېره شپه د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د مولوي شاه اغا حنفي مدرسې استاد مولوي عبدالرقیب د دغه ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د پروان امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې مولوي عبدالرقیب د ماښام له لمانځه وروسته له جبل السراج ولسوالۍ سیدخېل ولسوالۍ ته روان و چې د سیدخېل ولسوالۍ اړوند حریف خېل سیمه کې پرې ناپېژاندو وسله والو ډزې کړې او ژلی یې دی.

د هغه په وینا، مولوي عبدالرقیب د سیدخېل ولسوالۍ د نیازو کلي اوسېدونکی او د جبل السراج د یوه جومات خطیب او د مولوي شاه اغا حنفي مدرسې ښوونکی و.

هغه زیاته کړه چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

تر اووسه پر مولوي عبدالرقیب د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Visits: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.