ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل نن سهار هم په چاودنې سره پیل شو

د کابل نن سهار هم په چاودنې سره پیل شو

author avatar
25 Jan 2021 - 10:35
د کابل نن سهار هم په چاودنې سره پیل شو
author avatar
25 Jan 2021 - 10:35

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۹۹): نن سهار د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند د دویم پروان ساحه کې پر یوه لنډکروزر موټر چاودنه شوې جې د پولیسو په خبره، دغه چاودنه مرګ ژوبله نه لري؛ خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

دغه چاودنه نن سهار اووه بجې او پنځه دېرش دقیقې وشوه چې غږ یې د کابل په ډېرو سیمو کې اورېدل شوی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې چاودنې مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو مالي زیانونه یې پرېیښي دي.

هغه نور جزئیات ور نه کړل.

تر اوسه چا د دې چاونې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په دې حال کې دی چې پرون هم د شاه شهید پر سړک د ماین په یوه چاودنه کې یو کس ووژل شو او د افغانستان بانک د مالي شخړو هواري کمېسیون رییس په ګډون دوه نور کسان ټپیان شول.

د راپورونو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې د سلواغې څلورمه لومړنۍ ورځ وه چې د نا امنۍ کومه پېښه رامنځته نه شوه.

Visits: 83

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.