ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا: د هېواد ۶۰ سلنه خلک به د کرونا ویروس له واکسینو برخمن شي

د عامې روغتیا: د هېواد ۶۰ سلنه خلک به د کرونا ویروس له واکسینو برخمن شي

author avatar
26 Jan 2021 - 19:13
د عامې روغتیا: د هېواد ۶۰ سلنه خلک به د کرونا ویروس له واکسینو برخمن شي
author avatar
26 Jan 2021 - 19:13

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۹۹): عامې روغتیا وزارت د هیواد ۶۰ نفوس ته د کرونا واکسینو چمتو کولو له هڅو خبر ورکړی، وایی چې د کرونا دویمه څپه تېره شوې؛ خو د لږ بې پامۍ سره به افغانستان د درېیمې څپې شاهد وي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح چې نن یې په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، د ترسره شوو هڅو له امله، په لومړي ګام کې د هېواد له ۶۰ سلنه وګړو څخه د ۲۰ زرو هغوی لپاره د کرونا واکسینو سرچینې پیدا شوې دي.

هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس سرچینو ته اسانه لاسرسی چې په نړیواله کچه د بې وزله هېوادونو لپاره تشکیل شوې، د هېواد ۲۰ سلنه نفوس لپاره یې شاوخوا ۱۲۲ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

نوموړی وایي چې د ۲۰ سلنه نور نفوس لپاره هم ۶۰ میلیونه ډالر نړیوال بانک او د ۵۰ میلیونه نوورو ډالرو مرستې ژمنه د اسیا پراختیایي بانک کړې ده.

مجروح د هېواد ۶۰ سلنه خلکو ته د اړتیا وړ واکسینو لپاره د ۹۳ میلیون ډالرو کمښت خبر ورکړی، وایي چې د دې مقدار چمتو کولو هڅې هم روانې دي چې د دغو پیسو په ترلاسه کولو سره به د افغانستان ۶۰ سلنه نفوس د کرونا له واکسینو برخمن شي.

د هغه په وینا، په لومړي ګام کې یاد واکسین روغتیایي کارکوونکو او هغو کسانو ته چې ډېر زیان منونکي دي؛ ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل کې د اروپایي ټولنې نمایندګۍ اعلان کړی چې له کرونا ویروس سره د مبارزې او د هغه د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو د راټیټوالي لپاره، له افغانستان سره د ۳۵ میلیونو یورو مرسته کوي.

په ورته مهال، تېره ورځ هم د عامې روغتیا مسوولینو له افغانستان سره د هندوستان له خوا د کرونا د ۵۰۰ دوزو مرستې خبرو ورکړی او وایي چې دغه مقدار واکسینو په راتلو سره، په هېواد کې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان واکسین کېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې د جدي هڅو پر اساس د کرونا ویروس واکیسن ښایي له شپږو میاشتو مخکې افغانستان ته راورسیږي.

دغه راز د کرونا د دویمې څپې له ښه مدیریت او دې پړاو څخه له تېرېدو خبر ورکړ او وویل چې له دې پړاوه تېرېدل؛ صفر ته د رسېدلو په معنا نه ده.

هغه زیاته کړه: «پېښې په ښه سرعت راټیټیږي؛ خو په هېڅ ډول د هغه پای ته نه یو رسېدلي او ګواښ شته او که مسوولانه چلند وکړو، د صفر کرښې ته به لنډ شو او د درېیمې څپې مخه به ونیول شي.»

نوموړی وایي، د روغتیایي مرکزونو په کچه شمېرې ښیي چې د ټسټونو په مثبتوالي کې ۵ سلنه کموالی راغلی او په روغتیایي مرکزونو کې هم له شاوخوا ۱۰۰ څخه شاوخوا ۳۳ سلنه ټیټوالی راغلی دی.

مجروع په روغتیایي مرکزونو کې د PCR لابراتوارونو رامنځته کولو ته په اشاره وویل چې په څو ولایتونو کې لابراتوارونه جوړ شوي او په څو نورو ولایتونو کې هم څو د PCR لابراتوارونه جوړیږي.

د هغه په وینا، ۱۶ لابراتوارونه د جنورۍ په پای، ۱۲ په مارچ او ۱۲ نور په جون میاشت کې فعالیږي او د جون میاشتې تر پایه به د هېواد ۳۴ ولایتونه د PCR لابراتوارونه ولري، د  PCRلپاره روزل شوې انساني سرچینې به د کرونا ازمایښت ظرفیت ولري، په داسې حال کې چې د کرونا ویروس په لومړۍ څپه کې د PCR د يوه ازمایښت هم ظرفیت نه درلود.

هغه څرګنده کړه: «په ICU برخه کې ۵۳۴ ډاکترانو او کارکوونکو ته زده کړې ورکړل شوې او په PCR برخه کې په ټوله کې ۲۵۶ افغانانو ته زده کړې ورکړل شوې دي.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د اکسیجن تولید ماشینونو له نصب څخه خبر ورکړ او وویل چې په نږدې راتلونکي به د هېواد ۳۴ ولایتونو په روعتونونو کې د اکسیجن ماشینونه نصب شي.

هغه په افغانستان کې د ګوزڼ پروګرام د مدیريت څرنګوالي په اړه وویل چې په هېواد کې د ګوزن پروګرام جریان د عامې ورغتیا وزرات او دولت رهبرۍ لپاره د منلو نه دی.

نوموړی وایي، هغه سرچینې چې د ګوزڼ په برخه کې پانګونه پرې کېږي، د پولیو له پایلو سره ورته والی نه لري او هره ورځ د پولیو پېښو ډېروالي وزارت ته لویه اندېښنه راپارولې ده.

نوموړي زیاته کړه: «ولسمشر ښکاره لارښوونه کړې ده چې د ګوزڼ پروګرام باید ریفورم شي او د دولت او عامې روغتیا وزارت رول به ډېر شي او زموږ د کتلوي معافیت پروګرام او بیړنی عملیاتي مرکز به په افغاستان کې د ګوزڼ پروګرام اصلي مسوول وي.»

نوموړي د دې په یادولو سره چې عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د روغتیایي پروګرامونو د مدیریت اصلي مالک دی، وایي چې دغه پيغام د ګوزڼ پروګرام ټولو تمویلوونکو بنسټونو ته رسېدلی دی.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.