ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ او هرات کې د ترافيکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ٥٧ نور ټپيان شوي

بلخ او هرات کې د ترافيکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ٥٧ نور ټپيان شوي

هرات/ مزارشريف (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩): په بلخ  او هرات ولايتونو کې د ترافيکو پېښو له امله دوه کسان مړه او ٥٧ نور ټپيان شوي دي.

د هرات امبولانس مسوول ابراهيم محمدي د سلواغې په ٧مه پژواک  خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ١٢ بجې يو ٣٠٣ مسافر وړونکی موټر چې له هرات څخه کابل ته روان و، د هرات په ميرداوود سيمه کې له ټېلر موټر سره ټکر کړى دی.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د ٣٠٣ موټر چلوونکى مړ شوى او ٣٢ نور مسافر ټپيان شوي دي.

د محمدي په وينا، په ټپيانو کې څلور ښځې او درې ماشومان هم شامل دي چې له نورو ټپيانو سره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دى وايي، که چېرې  دوى ژر نه واى رسېدلي، نو ټول ټپيان په اور کې سوځېدل.

د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل چې دوى ته له يادې سيمې يو جسد او ٢٦ ټپيانه ور وړل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په بلخ ولايت کې هم د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ او ٢٥ نور ټپيان شوي دي.

د بلخ پوليسو مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا  ۹ بجې د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې پېښه د مسافر وړونکي او لارۍ موټرو د ټکر له امله د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې چې يو کس په کې مړ شوی او ۲۵ نور ټپيان دي.

د عادل په وينا چې په ټپيانو کې ۲۱ سړي، درې مېرمنې او يو ماشوم شامل دي.

هغه وويل چې ټپيان د درملنې لپاره د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلخ د حوزوي روغتون رییس ډاکټر غوث الدین انوري وایي چې روغتون ته د پېښې له ځايه ۲۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پنځو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

Visits: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.