ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: په تورخم کې به د مسافرينو ستونزې ژر هوارې شي

صالح: په تورخم کې به د مسافرينو ستونزې ژر هوارې شي

author avatar
27 Jan 2021 - 14:16
صالح: په تورخم کې به د مسافرينو ستونزې ژر هوارې شي
author avatar
27 Jan 2021 - 14:16

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٩) : د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح وايي چې په تورخم کې به د تګ راتګ پر مهال د مسافرينو ستونزو ته ژر رسېدنه وشي.

نوموړي نن د سلواغې په ٨مه، د سهار شپږو نيمو بجو د امنيتي ناستې په راپور کې ليکلي چې په تورخم کې د مسافرينو د ستونزو په اړه ورته شکايتونه رسېدلي دي.

هغه زياته کړې، په راتلونکو ورځو کې به ددې ستونزې د هواري او هلته د تګ راتګ پرمهال د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه اقدامات وشي.

د  صالح په وينا، په دې تړاو بېلا بېل ډول طرحې تر لاس لاندې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په تورخم کې له دروازې د اوښتو پر مهال په  د دواړو لوريو مسافرين له سختو ستونزو سره مخ دي او په ساعتونو هلته منتظر ولاړ وي.

کابل کې مېشت سعيداحمد چې درې ورځې مخکې پېښور ته تللى و، وايي چې تر پنځو ساعتونو انتظار وروسته يې بيا هم  و نه شو کولى چې له تورخم دروازې واوړي.

نوموړي پژواک ته وويل: (( د غرمې له دوو بجو د ماښام تر اووه بجو په لين کې ولاړ وم، تر ماښام وروسته پاکستانيو ملېشو دروازه وتړله او موږ يې بېرته وشړلو.))

د هغه په وينا، د شپې په دوو بجو بيا لين کې ودرېد او سهار چې دروازه خلاصه شوه، بيا له دروازې واوښت.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى ادريس احمد هم ورته شکايت لري او وايي چې له مېرمنې او کوچني ماشوم سره يې اته ساعته په لين کې انتظار وکړ.

نوموړي پژواک ته وويل، چې په تورخم کې پرې شپه راغله او نيمه شپه کې له هوټل څخه بېرته ولاړ او په لين کې ودرېد.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وايي چې د تورخم د ستونزو د هواري لپاره يې يو با صلاحيته پلاوى هلته لېږلى دى.

هغه چې نن ولس ته د حساب ورکولو په پروګرام کې خبرې کولې، زياته کړه چې تورخم کې پخوا ستونزې ډېرې وې او اوس يې د هواري هڅې پيل کړې دي.

امرخېل وويل چې د مسافرينو د ستونزو ترڅنګ هلته ترانسپورټ، ګمرک او نورو ادارو کې هم يو شمېر ستونزې ليدل شوې دي.

د کوزې پښتونخوا په پېښور کې د افغانستان قونسل جنرال نجيب الله احمدزي هم څو ورځې مخکې له تورخم څخه دليدنې پر مهال د مسافرينو پر ستونزو له ځايي مسوولينو سره خبرې کړې وې.

د يادونې ده چې څه موده مخکې د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې ادارې له خوا د تورخم د ترانسپورټ ٢٠ کارکوونکي د فساد په تور نيول شوي وو.

Visits: 639

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.