ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د والي پر موټريز کاروان برید شوی، ۳ سرتېري په کې ټپيان شوي

د ننګرهار د والي پر موټريز کاروان برید شوی، ۳ سرتېري په کې ټپيان شوي

author avatar
28 Jan 2021 - 14:04
د ننګرهار د والي پر موټريز کاروان برید شوی، ۳ سرتېري په کې ټپيان شوي
author avatar
28 Jan 2021 - 14:04

جلال اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): د ننګرهار د والي پر موټريز کاروان د دغه ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ کې بريد شوی چې درې سرتېري په کې ټپيان شوي دي.

والي ضياء الحق امرخېل نن د سلواغې په ۹مه د هسکې مېنې جودرې سيمې ته تللی و چې د يوه جومات پرانيسته وکړي خو له سيمې بېرته د راګرځېدو پر مهال يې پر موټرو وسله وال بريد شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دوی له سيمې تېر شوي وو چې وسله والو ډزې وکړې او چا ته زیان نه دی اوښتی.

خو د ننګرهار ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په پېښه کې يو سرتېری ټپي شوی دی.

د هسکې مېنې ولسوالۍ يوې سرچينې بيا په پېښه کې د دوو سرتېرو ټپي کېدو خبره تاييد کړې ده.

بلخوا د سيمې يوه قومي مشر عمر غورځنګ وايي، د والي موټر له جودرې سيمې بېرته د ولسوالۍ مقر ته پر لاره وو چې د غره له څوکو پرې ډزې وشوې.

دی وايي، شاوخوا لس دقيقې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته هم شوې او درې سرتېري په کې ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((يو د ریيس صېب معارف ساتونکی دی، بل د صحت عامې د رييس ساتونکی دی او درېيم د قطعه خاص عسکر دی، دوه ټپيان دي، د قطعه خاص عسکر ويل کېږي وژل شوی خو زه يې يوازې له ټپي کېدو باوري يم.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

جودره د هسکې مېنې ولسوالۍ هغه سيمه ده چې شاوخوا  کال وړاندې په کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې ځانمرګی بريد وشو او شاوخوا سل کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

خو اوس د حکومت له خوا ياد جومات بېرته رغول شوى دى.

Visits: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.