ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د ولسي جرګې نننۍ ناسته کې د «سولې طرحه» یا «موقت حکومت» په اړه خبرې وشوې

 د ولسي جرګې نننۍ ناسته کې د «سولې طرحه» یا «موقت حکومت» په اړه خبرې وشوې

author avatar
1 Feb 2021 - 17:45
 د ولسي جرګې نننۍ ناسته کې د «سولې طرحه» یا «موقت حکومت» په اړه خبرې وشوې
author avatar
1 Feb 2021 - 17:45

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۹): د «سولې طرحه یا موقت حکومت» اړوند د ولسي جرګې د رییس په پرونیو خبرو د جرګې په نننې ناسته کې بحث وشو، خو د جرګې رییس وویل چې نوموړی د اوسني نظام او ملي شورا د ساتنې ملاتړ کړی دی.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني تېره ورځ د ولسي جرګې د سولې د ۲۱ کسیز پلاوي د موجودیت پر مهال ویلي: ((هغه طرحه چې ویل ګېږي امریکایانو او طالبانو یې د سولې حکومت یا موقت حکومت لپاره وړاندیز کړی او موږ تر لاسه کړې، دا چې د اوسني نظام او ملي شورا د بقا په اړه په هغه طرحه کې یادونه شوې نو موږ یې ملاتړ کوو. خو په وړاندیز شوې طرحه کې ډېرې ستونزې شته چې په اړه یې باید خبرې وشي او پر یوه جامع طرحه چې د ټولو خلکو، ملي شورا او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وي باید کار وشي.))

امریکا تر اوسه د دغه ډول طرحې په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي چې د حکومت د څرنګوالي اړوند مسایل د افغانستان په خلکو پورې اړه لري.

د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو هم ویلي چې تر اوسه یې د موقت حکومت په تړاو خبرې نه دي کړې.   

د رحماني پرونۍ څرګندونې د جرګې په نننۍ ناسته کې له مثبت او منفي غبرګونونو سره مخ شوې.

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خکلو استازي نصیب مقبل رحماني ته په خطاب وویل: ((دا ستاسو شخصي نظر دی، د موقت حکومت جوړېدل د افغانانو درد نه دوا کوي.))

نوموړي د موقت حکومت ملاتړ د قانون خلاف او د ټولو اصولو تر پښو لاندې کول وبلل او زیاته یې کړه، د ولسي جرګې د سولې پلاوی باید لغوه شي، ځکه دغه پلاوی د طرحې د جوړېدو لپاره جوړ شوی و نه د تصمیم نیونې لپاره.

په جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمین وویل: ((موږ ځکه د سولې پلاوي جوړېدو ته رایه ورکړه چې په طرحه کار وکړي، نه دا چې د تالار له مشورې پرته د سولې بهیر په اړه تصمیم ونیول شي.))

هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې له ادرسه چې د اوسني نظام یوه برخه ده د موقت حکومت د جوړېدو طرحې چې یوه بهرنۍ برنامه ده په تړاو بیا غږ پورته نه شي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.