ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزارشریف – کابل – پیښور د ريل پټلۍ جوړولو پلان لاسلیک شو

د مزارشریف – کابل – پیښور د ريل پټلۍ جوړولو پلان لاسلیک شو

author avatar
3 Feb 2021 - 16:25
د مزارشریف – کابل – پیښور د ريل پټلۍ جوړولو پلان لاسلیک شو
author avatar
3 Feb 2021 - 16:25

کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٩) : په تاشکند ښار کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان استازو د مزارشریف - کابل - پیښور د ريل پټلۍ د جوړولو لپاره، د لارې نقشه او پلان لاسلیک کړ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د سلواغې په ١٥مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې ریل پټلۍ په جوړېدو سره به د سیمه ییزې همکارۍ د پراخولو په لاره کې یو مهم ګام واخیستل شي او "د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره د نښلولو" ګډه هیله به په واقعیت بدل شي.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر چې د ياد ناستې ګډه مشري یې کوله، د دې درې اړخیزې ناستې کوربه توب او چمتووالي لپاره د ازبکستان له جمهوریت څخه مننه وکړه .

د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې د نړیوالو مالي سازمانونو د فعال ګډون او د دوی د همکارۍ له چمتووالي څخه هم مننه وکړه.

د دې پروژې د اهمیت په اړه، حنيف اتمر وویل: "سيمه ييز اتصال نه یوازې دا چې د اقتصادي ودې او سوکالۍ لپاره د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراخولو په معنی دی؛ بلکې د سولې، ثبات او امنیت لپاره د ظرفیتونو لوړولو او د همکارۍ بنسټونو پیاوړي کول هم دي".

اتمر څرګنده کړه چې د درې هېوادونو د ریل پټلۍ د پروژې پلي کول، د افغانستان د سیمه يیز ارتباطي لید لوري یوه مهمه برخه ده.

د بهرنیو چارو وزیر همداراز یادونه وکړه چې د سیمه يیز ارتباط په اړه د WTO . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.