ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

لوګر کې دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
7 Feb 2021 - 19:35
لوګر کې دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې
author avatar
7 Feb 2021 - 19:35

پل علم (پژواک ۱۹ سلواغه ۹۹): د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ او د ۶ نورو ښوونځیو د پاکو اوبو څاګانې جوړې شوې.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې والي عبدالقیوم رحیمي، د پوهنې رئیس سرمؤلف سید عزیز احمد هاشمي، د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس انجنير اصغر ځاځي، ولسوال، دیني عالمانو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.

د پوهنی ریاست ویاند شاپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ښوونځي او د اوبو څاګانې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام له لارې د ۱۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.

ده زياته کړه، په جوړ شویو ښوونځیو کې د خواجه لغوي او پاینده خېلو د نجونو او هلکانو د ښوونځيو ودانۍ او د ۶ نورو ښوونځیو لپاره د پاکو اوبو ژورې څاګانې شامل دي.

د هغه په وينا، د ښوونځیو د ودانیو په جوړېدو سره ۸ سوه زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو او هم د اوبو څاګانو په جوړولو سره د ۳زره زده کوونکو د څښاک د پاکو اوبو ستونزه حل شوه.

د لوګر د پوهنې په برخه کې د اقراء پروګرام ۱۱۱ پروژې شته، چې په دغو پروژو کې د ۶۸ ښوونځیو ودانۍ او د ۴۳ نورو د ښوونځیو اړین ملحقات جوړول شامل دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.