ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

  د سولې د مرکچي پلاوي غړی احمدي په جبري ډول کابل ته نه دی رابلل شوی

  د سولې د مرکچي پلاوي غړی احمدي په جبري ډول کابل ته نه دی رابلل شوی

author avatar
10 Feb 2021 - 18:23
  د سولې د مرکچي پلاوي غړی احمدي په جبري ډول کابل ته نه دی رابلل شوی
author avatar
10 Feb 2021 - 18:23

کابل (پژواک، ۲۲ دلو ٩٩): هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکي ولسمشر، د سولې مرکچي پلاوي غړی محمد امین احمدي د موقت حکومت په اړه د څرګندونو په تړاو په جبري توګه له دوحې څخه کابل ته رابللی دی.

د روان کال د وږي په ٢٢مه په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي او تر اوسه یې یواځې د خبرو پر تګلاره هوکړه کړې ده.

د مرغومي په ١٧مه د دغو خبرو دويم پړاو پيل شوی، خو په دې وروستیو کې دواړو لوریو ناستې نه دي کړي او د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړو روسيې، ايران او ترکمنستان ته سفرونه کړي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي څلور غړي هم تېره ورځ کابل ته راغلي دي.

ادعا: د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي غړی محمد امین احمدي  په «اجباري رخصتۍ» کابل ته رابلل شوی.

له کابله خپرېدونکې یوې ورځپاڼې تېره ورځ راپور خپور کړ چې ټاکل شوې د سولې مرکچي پلاوي غړی محمد امین احمدي د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه په «اجباري رخصتۍ» کابل ته راشي.

د کابل يوې بلې ورځپاڼې او ځینو نورو رسنیو او د ټولنیزو شبکو کارونکو هم ورته څرګندونې کړي دي.

یادو سرچینو لیکلي چې احمدي ځکه په اجباري رخصتۍ کابل ته رابلل شوی چې څو ورځې مخکې یې د لنډمهال حکومت د جوړېدو خبره کړې وه.

د روانې سلوغې میاشتې په ۷ مه په ټولنیزو رسنیو کې د محمد امین احمدي داسې غږیږ کلېپ خپور شو چې وایي په افغانستان کې لنډمهال حکومت راتلونکی دی.

هغه ویلي و: «ولسمشر غني د نړیوالو خوښ نه دی، موقت او انتقالي حکومت راتلونکی دی، د نړیوالو مرستې مشروطې دي او څه چې هغوی وغواړي، هماغه کېږي، هغوی سوله غواړي، یو داسې ګډ حکومت جوړېږي چې اشرف غني به په کې نه وي، لومړی باید نظام وژغورل شي، نه حکومت؛ ولسمشر غني او اوسنی حکومت قرباني کېږي؛ ځکه چې نړیوال ملاتړ نه لري.»

احمدي – چې په مرکچي پلاوي کې د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د وحدت اسلامي ګوند استازی دی- په خواله رسنیو کې د دغه غږ له خپرېد وروسته وویل چې خپور شوی غږ د ده دی، خو دا یې په یوه شخصي مجلس کې شخصي خبرې کړې دي.

حقیقت موندنه:

خو احمدي نن (د سلواغې ۲۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هېچا له خوا په جبری توګه نه دی راغوښتل شوی او دې د مرکچي پلاوي د غړیو ترمنځ د نوبتي رخصتۍ له مخې کابل ته راغلی دی.

ده وویل:«ولسمشر مې له راتګ څخه خبر دی، له هغه سره په تفاهم په رخصت راغلی یم، دا چې زه یې احضار کړی وم، ما ته چا څه نه دي ویلي او دا خبرې زه ردوم چې زه په جبري توګه راغوښتل شوی یم.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري هم په اجباري ډول د احمدې راغوښتل ردوي او وایي چې د سولې مرکچي پلاوي غړي (ډاکټر محمد امین احمدي، حبیبه سرابي، رسول طالب، او کلیم الله نقیبي) د خپلو شخصي کارونو د پرمخ بېولو په موخه له دوحې کابل ته راغلي او ژر به بېرته دوحې ستانه شي.

پایله: ځینې رسنۍ وایي چې ولسمشر د سولې د مرکچي پلاوي غړی محمد امین احمدي د خپلو هغو څرګندونو په تړاو چې ویلي یې و «موقت حکومت راتلونکی دی»، په جبري ډول کابل ته رابللی، خو احمدی او د سولې په چارو کې د دولت وزارت دغه څرګندونې ناسمې بولی.  

پرېکړه: د ولسمشر له خوا په جبری توګه د سولې د مرکچي پلاوي د غړي محمد امین احمدي د راغوښتلو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

Visits: 320

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.