ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښځینه سوداګرې: په نیلي ښار کې دې ښځو ته ځانګړی مارکېټ جوړ شي

ښځینه سوداګرې: په نیلي ښار کې دې ښځو ته ځانګړی مارکېټ جوړ شي

author avatar
13 Feb 2021 - 17:41
ښځینه سوداګرې: په نیلي ښار کې دې ښځو ته ځانګړی مارکېټ جوړ شي
author avatar
13 Feb 2021 - 17:41

نيلى (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٩): په دایکنډي ولایت کې ځينې ښځينه سوداګرې او خامک ګنډونکې د نیلي ښار په داخل کې د ښځو لپاره د ځانګړي مارکېټ د نه موجودیت له امله شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د یادې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

د دایکنډي ولایت د لرې پرتو سیمو ډېرې ښځې د کور پر کارونو سربېره پر ښایسته او قېمتي محلي صنایعو لکه خامک، موره دوزي، د افغاني جامو لپاره ګرېوان جوړول، ټغر اوبدل، غالۍ اوبدل، برک او د لمڅيو په جوړولو بوختې دي.

په نیلي ښار کې د لاسي صنایعو سوداګرې بېنظیر حسیني پژواک ته وویل: ((له دولت څخه زموږ غوښتنه داده چې د نیلي ښار په داخل کې باید د لاسي صنایعو یو بازار جوړ کړي، څو هلته ښځې خپل لاسي صنایع وپلوري.))

هغې پر سیمه ییزو مسوولینو نیوکه وکړه او ويې ویل، دوی څو ځله په نیلي ښار کې د ښځو لپاره د ځانګړي مارکېټ د جوړېدو غوښتنه کړې خو تراوسه په دې برخه کې اقدام نه دی شوی.

نوموړې زیاته کړه: ((له ولسمشر نیولې بیا تر نورو حکومتي مشرانو، زموږ لپاره یې د مارکېټ جوړولو په برخه کې ډېرې ژمنې کړې خو هېڅ یوه یې ژمنه عمل کړې نه ده او تر اوسه د ځای او ځانګړي بازار د نه موجودیت له امله له ستونزو سره مخ یو.))

په ورته وخت کې په نیلي ښار کې د طاهرې حسیني په نوم بلې سوداګرې وویل، د ښځو لاسي صنایع له ولسوالیو او مرکز څخه ټولوي او په کرایي دوکان کې یې پلوري او ان بهرنیو هېوادونو ته یې هم لېږي.

هغې په نیلي ښار کې د ښځینه لاسي صنایعو د پلور لپاره د ځانګړي ځای له نه موجودیته شکایت وکړ او زیاته یې کړه: ((د پلور لپاره د بازار د نه موجودیت او حکومت د نه پاملرنې په صورت کې به په دایکنډي ولایت کې لاسي صنایع له رکود سره مخ شي.))

په دغه ښار کې یوې خامک ګنډونکې نازګلې هم د دوی د تولیداتو لپاره د بازار د نه موجودیت له امله شکایت وکړ او ويې ویل: ((که موږ ته یو ښځینه مارکېټ جوړ شي، زموږ د پلور کچه به لوړه شي او کار به مو وده وکړي.))

د دایکنډي ولایت د ښځو چارو رییسې بېنظیر جعفري د ښځو لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړول مهمه او اساسي اړتیا وبلله.

نوموړې زیاته کړه، د ښځو چارو ریاست په دې برخه کې بې تفاوته نه دی پاتې شوی او هڅه به وکړي چې ژر تر ژره داسې یو ځای جوړ کړي.

د هغې په خبره، اوس مهال د دایکنډي ولایت په باغ زنانه کې یو بازار موجود دی، خو له نیلي ښار څخه د ډېر واټن له امله په کې پېر او پلور کم دى، ډېری ښځینه سوداګرې نه غواړي چې دوکانونه هلته انتقال کړي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.