ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې کرونا ته پر ځانګړو شوو پيسو د نجونو ليليې تشنابونه ترمیم شوي

خوست کې کرونا ته پر ځانګړو شوو پيسو د نجونو ليليې تشنابونه ترمیم شوي

author avatar
15 Feb 2021 - 16:53
خوست کې کرونا ته پر ځانګړو شوو پيسو د نجونو ليليې تشنابونه ترمیم شوي
author avatar
15 Feb 2021 - 16:53

خوست ښار (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۹): د پژواک موندنې ښيې چې خوست کې له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د ۷ ډوله طبي وسايلو او د محافظتي جامو په پېرلو کې څه باندې ۸.۴ ميليونه افغانۍ اختلاس شوی دی.

هغه سندونه چې په دې اړه پژواک ترلاسه کړي، په ډاګه کوي چې دغه توکي نه يواځې دا چې د بازار له نرخه په لوړه بيه پېرل شوي، بلکې د اړتياوو په معلومولو کې دقت نه دی شوی او له اندازې څو چنده زيات پېرل شوي.

د دغو اسنادو له مخې، د خوست مرستيال والي، د عامې روغتيا رئيس، د ولايت مقام مالي او اداري رئيس او د خوست مستوفي په ګډون د دغه ولايت ۱۶ مهم دولتي کارکوونکي د يادو پيسو د حيف او ميل په تړاو څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د ۱۷ ميليونه او ۶۵۷زره افغانيو په ارزښت د ۲۹ ډوله طبي وسايلو دغه تړون د ۲۹/۲/۱۳۹۹ د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان په حکم د عامې روغتيا رييس په وړانديز د الحيات اکويپمنټ له شرکت سره شوی دی.

پژواک د ۲۹ ډوله طبي وسايلو له ډلې ۷ يې د بازار له بيو سره پرتله کړي چې دوه برابره په لوړه بيه پېرل شوي او د پاتې ۲۲ ډوله ځانګړتياوې نه دي څرګندې شوې.

دغه ۷ ډوله طبي وسايل په څه باندې ۱۰.۳ ميليونه افغانۍ پېرل شوي چې د بازار له بيو سره يې څه باندې ۵.۵ ميليونه افغانۍ تفاوت موجود دی.

په دې طبي وسايلو کې دوه پايې وينټلاټور ماشينونه، زر قطعي غير تعقيم شوي دسکش، زر دانې N95 ماسکونه، درې سوه لېتره مايع ډېټول، شپږ سوه دانې فېس شېلډ، پنځه پايې بي پپ او ۱۰ پايې انفيوژن پمپ شامل دي.

د اخيستل شويو طبي وسايلو په نرخونو کې د توپير جدول:

د اړتياوو په دقيق تشخيص کې نه دقت او له اړتيا ډېر توکي پېرل:

د پژواک موندونو پر اساس، د دغه ولايت چارواکو له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره پر ځانګړو شوو پيسو پېرل شوي يو شمېر توکي نه يواځې دا چې د بازار له نرخه په لوړه بيه پېرلي، بلکې له اړتيا څو چنده زيات هم دي.

د دغو طبي وسايلو له ډلې يو هم د ۸ ميليونه او ۴۰۰زره افغانيو په لګښت د ۵زره محافظتي جامو سېټونه دي چې د درېیو بېلابېلو تړونونو په ترڅ کې له دوو شرکتونو پېرل شوي دي.

د حکمت برلاس انګوټ له شرکت څخه د ۷ قلمه طبي وسایلو په تړون کې د يو ميليون ۴۰۰زره افغانيو په ارزښت د ۸۷۵ محافظتي جامو سېټونه، په يوه بل تړون کې له همدغه شرکته د ۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۳۱۲۵ محافظتي جامو سېټونه او همدارنګه د الحيات اکويپمنټ له شرکت څخه د ۲۹ قلمه طبي وسايلو په تړون کې د ۲ ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۰۰۰ د محافظتي جامو سېټونه پېرل شوي چې ټولټال پرې ۸ ميليونه او ۴۰۰ زره افغانۍ مصرف شوې دي.

د پژواک د موندنو له مخې، د محافظتي جامو ياد سېټونه د بازار له بيې ۲ ميليونه او ۹ سوه زره افغانۍ په لوړه بيه پېرل شوي چې د پورته يادو پيسو څه باندې ۳۴ سلنه برخه جوړوي.

په خوست کې د پېرلو شويو محافظتي جامو قيمت او د بازار نرخ ترمنځ د توپير جدول:

همدا ډول د ۲ ميليونه او ۶۵۰ زره افغانيو يو بل تړون چې د ۱۵/۲/۱۳۹۹ د عبدالرحيم عزيزي له تجارتي شرکت سره د کمپلو، توشکو او فرشونو په برخه کې شوی، په کې څرګنديږي چې ځيني توکي له ټاکلي اندازې زيات پېرل شوي.

په دې توکو کې ۷۵۰ دوشکې، ۷۵۰ بالښتونه، ۷۵۰ کمپلې، ۷۵۰ روجايۍ، ۷۵۰ جای نماز، ۴۰۰ باطله دانۍ او ۳۵۵۰ متره مربع فرش شامل دي.

هغه اسناد چې په دې تړاو پژواک ترلاسه کړي، په کې څرګندېږي چې د دغو توکو د وېش پر ځينو پاڼو تاريخ نه دی ليکل شوی او نه پرې لاسليک شته او په ځينو نورو کې بيا قلم خورده ګي شوې ده.

دغو سندونو ته په کتو، زياتره هغه تړونونه چې په خوست کې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې شوي، متن يې يو ډول دی، صرف د شرکت نوم او لګښتونه په کې بدل شوي، همدا ډول د ځينو نورو بيا نېټې له يو بل سره په ټکر کې دي او شکمن دي.

د نمونې په ډول، د ۴ ميليونه او ۱۵زره افغانيو په ارزښت د ۷ قلمه طبي وسايلو په يو تړون کې د سند په رسيد کې ۶/۲/۱۳۹۹ نېټه ليکل شوې، په داسې حال کې چې له اړوند شرکت سره په ۱۵/۲/۱۳۹۹ نېټه تړون شوی.

همدا ډول له يو بل شرکت سره د ۲۹ قلمه طبي وسايلو تړون په ۲۹/۳/۱۳۹۹ نېټه شوی، خو د وسايلو د تسليمۍ په سند کې ۲۴/۳/۱۳۹۹ نېټه ليکل شوې.

د کرونا پيسې له ټاکلو ساحو پرته پر نورو شيانو لګېدل:

پژواک د داسې لګښتونو سندونه هم ترلاسه کړي چې د کرونا ويروس خپرېدو پر وړاندې د مبارزې له برخې سره مستقيمه اړيکه نه لري او د کرونا بودجې د مصرف په طرزاالعمل کې له ټاکل شوو ساحو سره په ټکر کې دي.

د ۳ ميليونه ۱۷۷ زره او ۹۸۷ افغانيو په لګښت د نجونو ليليې ودانۍ رنګول او د حمامونو ترميم، د ۲ ميليونه ۳۶زره او ۲ سوه افغانيو په لګښت د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړي شوي کادري روغتون ته د برېښنا يو ترانسفرمر او اړوند ملحقاتو اخيستل، د یو ميليون ۵۲زره او ۷۸۵ افغانيو په ارزښت له دغه روغتون سره د وارداتي برېښنا نښلول، د خوست- ګردېز لويې لارې پر سر د ۴۶زره او ۵۶۰ افغانيو په لګښت د ۶ سيارو تشنابونو جوړول او همدارنګه په دې لويه لار کې د تيږو او سيمټې موانعو د انتقال په موخه په ۶۰زره افغانۍ د لسو ورځو لپاره د يوه کرينګ کرايه کول چې ټولټال ۶ ميليونه ۷۸۷زره او ۹۸۷ افغانۍ کېږي، د خوست ولايتي مسوولينو په لاس يو له يادو لګښتونو دي چې له کرونا سره د مبارزې برخې سره تړاو نه لري.

په قضيه کې ښکېل کسان:

د پژواک له خوا د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، په دې قضيه کې ښکېل کسان د جزا کوډ د ۳۸۸، ۳۸۹ او د ۳۹۵يمې مادې پر اساس څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د اسنادو له مخې، د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان د تړونونو منظوروونکی، د عامې روغتيا رييس ډاکتر حبيب شاه انصاري، وړانديز کوونکی، مالي او اداري رييس حکيم الله اکبر، د تدارکاتو کمېټې غړی او د پيسو وړانديز کوونکی، د عامې روغتيا رياست استازی ډاکتر ګل محمد الدين د تدارکات کمېټې غړی، د مستوفيت استازی کلام خان د تدارکاتو کمټې غړی، د ملي امنيت استازی سهارګل د تدارکاتو کمېټې غړی، د ولايت مالي او اداري امر لياقت خان د تړون لپاره د تادياتو تاييدوونکی، د څارنوالۍ استازی عبدالصبور د تدارکاتو کمټې غړی، د قبايلو او سرحدونو چارو رييس عبدالروف ننګيال د قبايلو ليسې لپاره د تجهيزاتو او وسايلو د پېرلو لپاره د تړون وړانديز کوونکی، د خوست مستوفي بريالی شينواری د تاديې امر صادروونکی، د والي دفتر رييس مطيع الله احمدزی د ۶ تشنابونو وړانديز کوونکی، د عامې روغتيا رياست د خدماتو مدير اجمل د دغه رياست د اشپزخانې لپاره د ۳۰ قلمه وسايلو پېرلو وړانديز کوونکی، د محاسبې مدير سيدانور شاه د پېرېدنې پلاوي غړی، د ترانسپورټ مدير سميع الله د پېرېدنې پلاوي غړی او همدا ډول د نعيم او کامياب ګل په نومونو دوه نور کسان چې د پېرېدنې پلاوي غړي دي، په دې قضيه کې ښکېل پېژندل شوي او د پلټنو په موخه څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

په قضيه کې د ښکېلو کسانو غبرګونونه:

د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې هېڅ ډول فساد نه دی شوی.

هغه وايي، ډېری هغه خريدارۍ او خدمتونه چې په دغه ولايت کې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې شوي، د عامې روغتيا رياست په وړانديز د طرزالعمل مطابق د تدارکاتو او نظارت کمېټې په تاييد دوی منظوري ورکړې ده.

دی وايي: “شخصاً ما د خوست پخواني والي صاحب هدايتونه عملي کړي وو، ما ته يې صلاحيت پولي راکړی و، ميم پنځوس يو فورم دی، د حمل په ١٨مه يې هغه يې مکتوبي صادر کړی، نو د هغې مطابق چې کوم صلاحيتونه ماته راکړل شوي وو، هغه ما مجبوراً عملي کړي، خو دا صلاحيتونه ما ته د مالي او عامه لګښتونو قانون پر اساس راکړي وو؛ ځکه امرين عطا‌ کولی شي، خپل د صلاحيتونو کلاً يا جزاً معطاء ته انتقال کړي، نو پر همدې اساس ما له والي صاحب سره په څنګ کې د دې مرض په مقابل کې مبارزه وکړه.”

مرستيال والي زياته کړه چې د طبي وسايلو زياتره خريدارۍ د قرنطين پر مهال له بهرنيو هېوادونو شوې او همدا دليل و چې ځيني توکي لږ په لوړه بيه اخيستل شوي.

پټيان وايي: “جنس په حمل مياشت کې يو نرخ درلود، په ثور کې يې بل نرخ، په جوزا کې بل؛ ځکه له بهره توکي واخيستل شول، نو د بازار تقاضا کمه شوه او عرضه ډېره شوه. په هغو وختونو کې چې جنسونه دلته اخيستل کېدل يو خو بازار بېخي شارټ و او بل د کرونا له وېرې څوک بازار کې ګرځېدی نه شوای او د اړوند توکو نماينده ګۍ ته به ډېر په مشکل ورتلل.”

په ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر حبيب شاه انصاري وايي، هغه خريدارۍ چې د دوی په وړانديز د تدارکاتو کمېټې له خوا ترسره شوې، يوه يې هم بې له اړتيا نه ده شوې.

هغه د بېلګې په ډول د ۵زره محافظتي جامو سېټونه ياد کړل چې دا مهال يو هم نشته او ټول کارول شوي دي.

ده پژواک ته وويل: ” موږ تر ۹۰ پورې روغتيايي کارکوونکي لرو چې تقريباً دېرش دېرش تنه به يې په يوه وخت کې نوکري کوله، هغه کېټونه اوس نشته، ټول مصرف شوي دي؛ ځکه مصرفي توکي وو او د هغې سربېره مو له وزارت نه نور کېټونه هم را انتقال کړي دي.”

د خوست مستوفي بريالي شينواري بيا پژواک اژانس ته په دې قضيه کې ځان سپين بولي او وايي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره په ځانګړو شوو پيسو کې ټول صلاحيت د ولايت اړوند دی او دوی يواځې د ولايت په امر د وړانديز شوو پيسو صادرولو امر ورکړی.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 1086

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.