ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې د ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت يو سړک جوړ شو

کندهار ښار کې د ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت يو سړک جوړ شو

author avatar
21 Feb 2021 - 17:40
کندهار ښار کې د ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت يو سړک جوړ شو
author avatar
21 Feb 2021 - 17:40

 

کندهار (پژواک، ۳ کب ۹۹): په کندهار ښار کې د نړیوال بانک په لګښت یو سړک جوړ او د کندهار ښاروال او ځايي مشرانو له خوا ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

د کندهار ښاروال انجنیر رفیع حیات پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار ښار د ۷مې ناحیې اړوند د یکلنګ سړک ۱.۷ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري چې په اوږدو کې یې ۵ پلګوټي، دواړو غاړو ته ويالې او پلې لارې جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، دغه سړک د پنځو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي توګه جوړ شوی چې نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

دی وايي، یاد سړک د نړۍوال بانک د ښاري پانګې اچونې د پروګرام له لارې د څه له پاسه ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، کندهار ښاروالۍ نړیوال بانک ته د کندهار ښار د څلورو سړکونو جوړول وړاندیز کړي وو، چې په دې لړ کې د میربازار سړک څه موده وړاندې جوړ شو او د حاجي عزیز او بای پاس د سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.

ښاروال دا هم وویل چې په روان ۱۳۹۹ لمریز کال کې یې د ۲۸ پروژو لپاره ۲۱۱ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې چې په کې د سړکونو، پلونو، پلو لارو، ويالو او نورو جوړول شامل دي.

له دغو پروژو ځینې یې بشپړې شوي او د ځینو کارونه روان دي.

د کندهار  ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکي د یکلنګ سړک پر جوړولو خوشحاله دي او وايي د دغه سړک جوړول د سیمې د اوسېدونکو د ډېر وخت غوښتنه وه.

د دې سیمې اوسېدونکي نصیر احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د یکلنګ سیمې اوسېدونکي د سړک له نشتوالي کړېدل او له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو اوس به دغه ستونزې هوارې شي.

د ده په خبره، د سړک په جوړېدو خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شوي او دغه سیمه به لا ارزښت پیدا کړي.

 

نوموړي له کندهار ښاروالۍ وغوښتل چې د سړکونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي څو کندهار ښار په یوه پاک او منظم ښار بدل شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.