ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاپان غواړي د ناکامورا د اوبو لګولو پروژې په نورو ولایتونو کې هم پلې کړي

جاپان غواړي د ناکامورا د اوبو لګولو پروژې په نورو ولایتونو کې هم پلې کړي

author avatar
25 Feb 2021 - 14:59
جاپان غواړي د ناکامورا د اوبو لګولو پروژې په نورو ولایتونو کې هم پلې کړي
author avatar
25 Feb 2021 - 14:59

کابل (پژواک، ۷ کب ۹۹): د جاپان د نړیوالو همکاریو اداره جایکا وایي، غواړي د ډاکټر ناکامورا د اوبو لګولو سیستمونه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پلي کړي.

د اوبو چارو تنظیم ملي اداره وايي، د دوی او د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې جایکا JICA تر منځ د اوبو لګولو په برخه کې د ناکامورا د طرحو عملي کولو او د ناکامورا د نیمګړو کارونو پوره کولو په موخه يوه ناسته تر سره شو.

سرچینې زیاته کړې، دغه غونډه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ  جوړه شوه چې د دغې ادارې د اوبو د تنظیم لوی رئيس انجنیر نعیم سالارزي، د اوبو لګولو او اوبو رسولو د تنظیم رئیس انجنیر وفي الله سیدي، د JICA  ادارې ارشد سلاکار ډاکټر کنجي نگاتا او په افغانستان کې د JICA د دفتر مسوولینو ګډون کړى وو.

په خبرپاڼه کې په پیل کې تکل د ډاکټر ناکامورا د هڅو چې په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې یې د ځمکو خړوبولو او د کرنې پراختیا په موخه ترسره کړې دي؛ یادونه او ستاینه وکړه.

هغه وویل چې ډاکټر ناکامورا د اوبو مدیریت او ځمکو خړوبولو په موخه د هېواد په ختیځ  کې د ګمبیري دښتې لپاره له کونړ سیند څخه د ۲۵.۵۱ کیلومترو په اوږودوالي کانال جوړ کړی چې له امله یې ډېرې شاړې ځمکې خړوبې شوې دي.

د هغه په وينا، ډاکټر ناکامورا یو قهرمان او په افغانستان مین شخصیت و چې د عمر زیاته برخه یې په افغانستان کې د کرنې پراختیا او غربت ختمولو لپاره مبارزه وکړه چې له همدې امله د افغانانو په منځ کې د کاکا مراد په نوم یادېده.

په دې ناسته کې د جایکا استازي ډاکټر کنجی نګاتا وویل چې اداره یې غواړي د ډاکټر ناکامورا د اوبو لګولو سیستمونه د هېواد په نورو ولایتونو کې پلي کړي چې له دغې طرحې څخه موخه د اوبو غوره مدیریت، اوبو لګولو سیسټمونو او تکنالوجۍ وده ده.

په پای کې انجنیر خان محمد تکل د JICA . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.