ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوناني طبابت او طبیعي بوټو په وسیله د کرونا درملنه علمي بنسټ نه لري

د يوناني طبابت او طبیعي بوټو په وسیله د کرونا درملنه علمي بنسټ نه لري

author avatar
27 Feb 2021 - 10:04
د يوناني طبابت او طبیعي بوټو په وسیله د کرونا درملنه علمي بنسټ نه لري
author avatar
27 Feb 2021 - 10:04

جلال اباد (پژواک، ۹ کب ۹۹): په ننګرهار کې د يوناني طبابت يو حکيم ادعا کوي چې د کرونا درملنې لپاره يې داسې درمل جوړ کړي چې هېڅ جانبي عوارض او زیان نه لري، خو بلخوا د عامې روغتيا وزارت وايي چې له واکسین پرته د کرونا ویروس درملنې لپاره هېڅ درمل نه دي جوړ شوي او داسې هېڅ ساینسي شواهد نشته چې طبیعي بوټي دې د کوویډ-۱۹ درملنې لپاره نتیجه ورکړې او یا یې مخه نیولې وي.

ملکزي ادعا کړي چې تر اوسه يې په همدغو درملو تر۳۵۰ د ډېرو کسانو درملنه کړې او اوس هم ورته ډېر هغه کسان چې پر ځان يې د کرونا شک وي، له لرو لرو سيمو ورځي.

دی وايي، د کرونا درملو لپاره یې بوټي د ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست او لوګر ولايتونو له غرونو راټول کړي چې ځينو ځايونو ته پسې خپله تللی او له ځينو ځايونو يې په نورو خلکو راغوښتي دي.

د حکيم جنيد طبابت د پژواک خبریال له نږدې لیدلې او هغه ته يې هم ویلي چې داسې درمل يې جوړ کړي چې ضرر نه لري.

جنید وايي: "په دې کې هېڅ ډول نشه یي توکي نشته، هېڅ جانبي عوارض نه لري، که حکومت کوم لابراتوار يا پروسه لري، زه حاضر يم چې راشي، زه امتحان ورکوم، زما درمل دې چيک کړي، که هر څه جانبي عوارض ولري، زه حاضر يم."

هغه وويل، د يوه ناروغ درملنه باندې دوه سوه افغانۍ لګښت راځي؛ ځکه بوټي له نورو غرنيو سيمو راوړي او لګښت يې زيات دی.

د حکيم جنيد ملکزي په وينا، جوړ کړي درمل يې پوډر ته ورته دي، تريخ خوند لري او د ناروغ ناروغۍ ته په کتو په ورځ کې له يوه نيولې تر درې ځلې پورې خوړل کېږي، خو ټول بايد يوه قطعی چمتو شوي درمل خلاص کړي چې ناروغي يې ښه شي.

دی وايي، يوناني طبابت يې د بقرات او ځينو نورو يوناني عالمانو له کتابونو زده کړی چې ښوونکی يې خپل پلار مولوي شهاب الدین و چې د نجم الدين اخندازاده له مدرسې فارغ و.

هغه د کرونا پر درملو سربېره د شکر، فشار، وينې غوړ او نورو ډېرو ناروغيو د درملو جوړولو ادعا هم کړې ده.

حقیقت موندنه:

په افغانستان کې د طبیعي درملو کارول، لکه د نورو هېوادونو په څېر کلتوري ريښه لري، په داسې حال چې ځيني طبیعي درمل کېدای شي ځيني دردونه تسکين کړي او د کاناډايي ایډېټر ال ډوناټو (Al Donato) د څېړنې له مخې، د طبیعي درملو کارونه ممکن د عامو ویروسونو په مقابل کې د یوه کس معافیت ډېر کړي.

د RIT پروژې وروستۍ څېړنې له مخې، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ طبیعي درملنې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د کوویډ- ۱۹ په اړه راټول شوي شایعات او اوازې ۶۱ سلنه جوړوي.

داسې هېڅ ساینسي شواهد نشته چې طبیعي درملنه دې د کوویډ- ۱۹ مخه نیولې وي یا پرې درملنه شوې وي او تر ټولو مهمه دا چې د ټولو طبیعي درملو کارول بې ضرره نه دي.

په ننګرهار کې د پوهنتون استاد او د داخله ناروغيو متخصص، ډاکتر سيد راحت حيدري وايي چې د يوناني طبابت اکثر حکيمان په درملو کې نشه يي توکي کډوي چې د ناروغۍ پر مهال ناروغ ژر ښه کېږي، خو وروسته بيا نور تکليفونه ورته پېښوي، حتا ورسره روږدي کېږي.

بلخوا د ننګرهار عامې روغتيا رييس ډاکتر نصيراحمد درانی وايي، يونايي طبابت له پخوا راهيسې په خلکو کې رواج دی او اوس هم کليوال خلک ترې ګټه اخلي، خو په ښاري سيمو کې يې سوداګريز اړخ خپل کړی دی.

هغه پژواک ته وویل چې دوی د ارزونې يوه کمېټه ټاکلې او ټول هغه کتنځايونه او د حکيمانو اسناد څېړي چې د حکيمۍ دوکانونه لري.

درانی وايي، تر اوسه يې د شلو داسې ځايونو پلټنه کړې ده چې يو شمېر يې بند شوي هم دي او لا هم دغه چاره روانه ده چې د کرونا درملو جوړوونکي حکيم د اسنادو او درملو څېړنه به هم وکړي.

بلخوا د عامې روغتيا وزارت وايي چې له واکسین پرته د کرونا ویروس درملنې لپاره هېڅ درمل نه دي جوړ شوي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستالې معصومې جعفري څو ورځې مخکې پژواک اژانس ته د يوه بل ورته راپور په تړاو ويلي وو چې تر اوسه داسې علمي اسناد نشته چې له بوټو او نورو توکو دې د کرونا درمل جوړ شوي وي.

هغې زياته کړې وه چې تر دې دمه له واکسین پرته د کرونا ویروس درملنې لپاره په نړۍ کې هېڅ اغېزناک او خوندي درمل نه دي جوړ شوي.

نوموړې زیاته کړه چې په نړۍ کې ډېر عملي ازمایښتونه ترسره شوي، خو تر دې مهاله څېړونکي نه دي توانېدلي چې د دې ناروغۍ درملنې لپاره کوم درمل کشف کړي.

نوموړي هم له خلکو وغوښتل چې پر داسې اوازو باور ونه کړي او روغتیایي سپارښتنې په کلکه مراعات کړي.

تر دې مخکې د کندهار ولايت يوه اوسېدونکي حکيم الکوزي هم د کوویډ-۱۹ درملنې ادعا وکړه او د هغه مایع ډوله دوا د عامې روغتيا وزارت له خوا منظوره نه شوه، د دې مخلوط یوه برخه تریاک وو چې د عامې وزارت يې پر فعاليت بنديز ولګاوه او اعلان يې وکړ چې د دې موادو مصرف پر نشه يي توکو د روږدي کېدو او نورو ناروغیو لامل کېدای شي.

پایله: داسې هېڅ ساینسي شواهد نشته چې طبیعي درملنه د کوویډ- ۱۹مخه ونیسي یا اعلاج پرې وشي او تر ټولو مهمه دا چې د ټولو طبیعي درملو مصرف خوندي نه دی.

پرېکړه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.