ژبه

امريکا ومنله چې خليلزاد د ټولشموله حکومت طرحه له افغان مشرانو سره شريکه کړې

کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٩): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ومنله چې زلمي خليلزاد کابل ته د وروستي سفر پر مهال له افغان مشرانو سره د نورو انتخابونو ترڅنګ د ټولشموله حکومت د طرحې په اړه هم بحثونه کړي دي.

په کابل کې د امريکا سفارت يوه چارواکي د کب په ١٣مه، خبريالانو ته وويل چې زلمي خليلزاد کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال له ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼ شمېر سياسونو سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړه، په دې ليدنو کتنو کې افغان سولې پروسې ته د سرعت ورکولو په موخه د ګڼ شمېر انتخابونو ترڅنګ د ټولشموله حکومت په اړه هم بحثونه شوي دي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي وويل چې د ټولشموله حکومت انتخاب يې تراوسه له وسله والو طالبانو سره نه دی شريکه کړی او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې يې ورسره شريک کړي.

سرچينه وايي، په دې موخه به په نږدې راتلونکي کې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د مشرانو يوه غونډه هم جوړه شي.

دغه امريکايي چارواکي وويل چې دا بحثونه او سلا مشورې د دوحې تړون په تړاو د امريکا د نوي حکومت د ارزونې په پايله کې ترسره کېږي.

سرچينې زياته کړه: ((موږ په دې ليدنو کتنو کې ګڼ شمېر موضوعات وړانديز کړي څو د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د افغان سولې پروسې ته سرعت ورکړل شي.))

ياد امريکايي چارواکي وويل، دا بحثونه په داسې حال کې شوي چې په افغانستان کې د پسرلي د جګړو لپاره چمتووالى روان دى .

امريکايي ديپلوماټ وايي، خليلزاد ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله او نورو افغان مشرانو ته وړانديزونه کړي، ترڅو يوې ټولشموله او ټولو ته د منلو وړ عادلانه سولې ته ورسېږي.

سرچينه زياتوي،دافغان سولې پروسه کې دملګرو ملتونو رول زياتولو په موخه بايد دغه نړيواله اداره يو استازى وټاکي، څو د امريکا او نورو هېوادونو له ځانګړو استازو سره له نږدې کار وکړي.

د سرچينې په وينا،دافغانستان د اوږدمهاله سياسي راتلونکې په موخه د نړيوالې اجماع رامنځته کېدو لپاره ملګري ملتونه به د پاکستان او ايران په ګډون د هېوادونو يوه غونډه جوړوي چې د افغانستان په موضوع کې نفوذ لري.

د امريکا سفارت دغه چارواکي وويل: ((دا چې له دې ځايه هغه ځاى ته څه ډول ورسېږو، ښايي يو لنډ مهاله اداره جوړه شي، دا چې دا اداره به څه ډول وي او څوک به په کې ګډون ولري، پر دې بايد بحثونه وشي.))

د سرچينې په وينا، له افغان مشرانو سره پر يادو موضوعاتو د خبرو او بحثونو پر مهال د هغوى غبرګون مثبت و.

سرچينه زياتوي،افغان مشرانو ويلي چې د راتلونکي جوړښت لپاره اوربند تر ټولو مهمه موضوع ده څو يو هدف ته ورسېږي.

دغه امريکايي ديپلوماټ وويل چې ولسمشر غني او زلمي خليلزاد په تېرو درېيو ورځو کې درې ځلې ناستې کړې دي

سرچينه وايي، دا طرحې او وړانديزونه په لومړيو پړاوونو کې دي او د عملي کېدو لپاره يې کوم ضرب الاجل نه دى ټاکل شوى.

د امريکا د سفارت دغې سرچينې وويل چې پر دې موضوعاتو به افغان مشران په خپلو منځو کې سره بحثونه کوي.

سرچينې وويل، څه موده مخکې چې د خليلزاد په نامه کومه طرحه رسنيو ته وتلې وه، هغې يوه لاره پرانيستله څو خلک پر ځينو موضوعاتو بحثونه وکړي.

د هغه په وينا، په انتقالي حکومت، ټولشموله حکومت او دا چې تر هغه بايد څه وشي، پراخو بحثونو ته اړتيا ده.

سرچينه وايي، دا چې په انتقالي دوره کې به شراکت څه ډول وي، کوم وزارت بايد چاته ورکړل شي، پر دې موضوعاتو خبرې په کار دي.

خو سرچينه وايي، په دې نوې طرحه کې د ولايتونو د وېش موضوع نه ده مطرح شوې. دا چې د افغانستان رسمي نظامي ځواکونه او د طالبانو وسله وال څه ډول سره مدغم شي، پر دې هم بحث په کار دى.

د امريکا سفارت دې سرچينې وويل: ((موږ اوس په دوه لاري کې ايسار يو، يوه دوامداره جګړه او بل سياسي حل لاره ده.))

د سرچينې په وينا،اوس جمهوريت او طالب دوه مختلف نظرونه لري، جمهوريت اوربند غواړي او طالبان وايي چې له سياسي موافقې مخکې اوربند نه کېږي.

دغه ديپلوماټ وويل چې د همدې مخالفو نظرونو د اختلافونو د هواري لپاره دوى د حل لارې وړانديز کړې دي.