ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په چمتال کې ٢١ سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
6 Mar 2021 - 16:57
author avatar
6 Mar 2021 - 16:57

مزارشريف (پژواک، ١٦ کب ٩٩): د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول حنیف رضایي د کب په ١٦مه پژواک ته وویل چې تېره شپه طالبانو د بلخ د چمتال ولسوالۍ د لب نهر پر پوستې برید وکړ.

هغه وایي چې په دې پېښه کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

رضایي همدا راز زیاتوي چې په دې جګړه کې د چهاربولک لپاره د طالبانو ولسوال د مرستیال په ګډون ۴ طالبان هم وژل شوي او ۶ ټپیان دي.

هغه وایي چې د امنیتي ځواکونو ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.اعاعع

د چمتال ولسوالۍ قومي مشر محمد جان پژواک ته وویل چې تېره شپه تر سهاره پر یادې پوستې جګړه روانه وه او سهار وخته دغه پوسته د طالبانو له خوا سقوط شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلي چې چمتال کې یې یوه پوسته سقوط کړې، ۱۱ امنیتي ځواکونه یې وژلی او یو تن یې ژوندی نیولی.

هغه زياته کړې چې هغوى ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

Visits: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.