منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بغلان کې د اجمير نهر سربند بيارغولو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۶ کتنې
بغلان اجمیر نهر
بغلان اجمیر نهر

پلخمري (پژواک، ١٦ کب ٩٩): د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د ٢١ ميليونه افغانيو په لګښت د اجمير نهر سربند بيارغولو چارې پيل شوې.

د بغلان والي محمد اکبر بارکزي د دغه سر بند د چارو د پيل په مراسمو کې وويل چې د اجمير نهر د پلخمري له لومړي برېښنا بنده سرچينه اخلي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ زرګونه جريبه ځمکه خړوبوي.

هغه وايي: ((د دغه سربند په جوړېدو سر به د ځمکو خړوبېدو ترڅنګ د دويم برېښنا بند اوبه هم ډېرې او ورسره به د برېښنا د پارچاوۍ ستونزه هم کمه شي.))

په دې غونډه کې د بغلان د اوبو تنظيم ادارې رييس محمد اصف رحيمي وويل چې د دغه سربند په جوړېدو ٢١ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

ده وويل چې د دغه بند په جوړېدو سره به نږدې ١١٥زره جريبه ځمکه خړوبه او ترڅنګ به يې سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه