ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د استیناف محکمې يو کارکوونکى وژل شوى

غزني ښار، جلال اباد (پژواک، ٢٤ کب ٩٩): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت استیناف محکمې يو کارکوونکى وژلى دى.

د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د غزني ښار دويمې حوزوې اړوند د قدم کلا په سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د استیناف محمکې پر يوه کارکوونکي ډزې کړې او وژلی یې دی.

هغه وايي: ((دغه کس چې په دې پېښه کې وژل شوى، په استیناف محکمه کې يې د کمپيوټر کار دنده درلوده.))

د جمعه زاده د معلوماتو له مخې، پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي خو د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم په افغانستان کې هدفي وژنو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او د مخنيوي غوښتنه يې کړې وه.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې هم ناپېژاندو وسله والو يو پوليس وژلی او له سيمې تښتېدلي دي.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر پژواک اژانس ته تاييد کړه چې نن (د کب ۲۴مه) سهار شاوخوا اته بجې په مرکز جلال اباد ښار کې د ناڅرګندو وسله والو له لوري د برېښنا رياست يو ساتونکی پوليس وژل شوی.

د سرچينې معلوماتو له مخې، پېښه د ښار دويمې ناحيې اړوند د برېښنا رياست مخې ته رامنځته شوې او وسله وال له سيمې تښتېدلي دي.

امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پېښې عيني شاهدان وايي، بريد کوونکي دوه کسان وو او له بريد وروسته يې له یاد پوليس څخه وسله هم وړې ده.

د دې وژنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.