ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان پولیسو څلور ماشومان د تښتوونکو له منګولو ژغورلي

د بغلان پولیسو څلور ماشومان د تښتوونکو له منګولو ژغورلي

author avatar
14 Mar 2021 - 11:58
د بغلان پولیسو څلور ماشومان د تښتوونکو له منګولو ژغورلي
author avatar
14 Mar 2021 - 11:58

پلخمري (پژواک، ٢٤ کب ٩٩): د بغلان امنيتي مسوولين وايي چې پوليسو له بلخ ولايته څلور تښتول شوي ماشومان د بغلان په مرکز پلخمري کې د تښتوونکو له بنده راخوشي کړي دي.

د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د کب په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو تېره شپه په مرکز پلخمري ښار کې څلور تښتول شوي ماشومان ژغورلي دي.

هغه وايي: ((يو کس دغه څلور ماشومان له بلخ څخه تښتولي وو، غوښتل يې چې اول کابل او بيا يې ايران هېواد ته انتقال کړي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تښتول شوو کسانو کې يوه نجلۍ او درې هلکان شامل دي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

دى زياتوي چې د يادې پېښې په تور يو کس نيول شوى دى.

د بشارت په وينا، ژغورل شوي ماشومان نن سهار بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوي دي.

د تښتول شوو ماشومانو پلار وایي چې د جوزجان فیض اباد ولسوالۍ ته يې سفر کړى و او هلته خبر شوى چې څلور ماشومان يې تښتول شوي دي.

دى وايي: ((چا چې زما ماشومان تښتولي وو، کاظم نومېږي، د يوه بل کس په مرسته چې ګلبدين نومېږي، غوښتل يې زما ماشومان ايران ته انتقال کړي.))

د يادونې ده، له څو مياشتو راهيسې په بلخ کې يو بل ماشوم عبدالرووف د تښتوونکو په بند کې دى او د خلاصون په بدل کې يې د دوه ميليونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.