ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدزى : جمعیت اسلامي ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

احمدزى : جمعیت اسلامي ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

author avatar
16 Mar 2021 - 17:33
احمدزى : جمعیت اسلامي ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې
author avatar
16 Mar 2021 - 17:33

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۹۹): د افغانستان سولې لپاره د مسکو په غونډې کې ۱۶ افغان چارواکي او د ځینو ګوندونو استازي او د طالبانو لس کسیز پلاوی ګډون کوي، خو جمعیت اسلامي ته تر اوسه په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د امریکا متحده ایالتونو وړمه اوونۍ په افغانستان کې د سولې لپاره د ټولشمول او انتقالي حکومت طرحه د افغانستان له حکومتي چارواکو او ځینو سیاسیونو سره شریکه کړه. د خبرونو له مخې، د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارښوونې اصول، انتقالي حکومت، د سیاسي لارې نقشه او دایمي اوربند د دې مسودې درې مهمې برخې دي.

دغه راز د یادې طرحې له مخې، طالبانو ته هم په دغه حکومت کې ونډه ورکول کېږي او د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې به د با نفوذه هېوادونو، د افغانستان حکومتي چارواکو، له حکومته بهر سیاسي مشرانو او طالبانو په ګډون په لوړه کچه ناسته جوړه شي. ټاکل شوې یوه ناسته د روانې کب میاشتې په ۲۸مه په روسیه او بله په اپرېل میاشت کې په ترکیه کې جوړه شي.

د طالبانو سياسي دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم هم ویلي چې د طالبانو سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ  د طالبانو لس کسیز پلاوی هم د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مسکو په ناسته کې له کابل څخه د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ ١٦ کسيز پلاوى ګډون کوي.

سرچینه زیاتوي چې په دغه پلاوي کې د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني، د ملي مصالحې عالي شورا لومړی مرستیال بابر فرهمند او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سيد سعادت منصور نادري، د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ايزيديار، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالله خنجاني، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزى او د دغه پلاوي غړي متين بېګ، احمد نادر نادري او حبيبه سرابي شامل دي.

دغه راز سرچینه وایي چې پخوانى ولسمشر حامد کرزى، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او د دغه ګوند غړي عبدالستار خواصي او غيرت بهير، د ملي جنبش ګوند بنسټ اېښودنکی مارشال عبدالرشيد دوستم او د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کريم خليلي هم په یاد پلاوي کې شامل دي.

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي یو غړی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د حزب اسلامي دوه غړي عبدالستار خواصي او غيرت بهیر، د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ايزديار او د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالله خنجاني په هیئت کې نه دي شامل، خو د دغه پلاوي ملګري دي.

خو د جمعیت اسلامي ګوند د مطبوعاتي دفتر مشر عبدالفتاح احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په دغه ناسته کې د جمعیت اسلامي ګوند ته تر اوسه بلنه نه ده ورکړل شوې.

هغه وویل چې دغه ګوند تر اوسه نه پوهیږي چې ولې د مسکو په ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو زیاتوي چې که بلنه ورکړل شي نو ګډون به په کې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي مصالحې عالي شوار مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني او د مشرانو جرګې لومړی مرستیال ایزدیار د جمعیت اسلامي ګوند غړیتوب لري.

د احمدزي په وینا، د جمعیت اسلامي هغو غړو ته هم بلنه نه ده ورکړل شوې چې له دغه ګوند سره یې اړیکې ترینګلې دي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا اته میاشتې مخکې د جمعیت اسلامي ګوند پر دوو برخو ووېشل شو چې یوه یې د صلاح الدین رباني او بل یې د عطامحمد نور په مشرۍ فعالیت کوي.

تېره یکشنبې د دغه ګوند څلورو مشرانو (صلاح‌الدین رباني، عطا‌محمد نور، محمد یونس قانوني او احمدضیا مسعود) د تړلو دروازو شاته د دغه ګوند د بل غړي زلمي مجددي په کور کې غونډه وکړه او په دې غونډه کې یې د دغه ګوند د اختلافونو د حل ترڅنګ د سولې په چارو کې د جمعیت د رول په اړه خبرې وکړې.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د جمعیت یادو غړو ویلي چې که دغه ګوند خپل اختلافونه حل نه کړي، په هېواد کې د سیاسي بدلونونو کې له رول لرلو محروم کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د جمعیت اسلامي یوه ډله د نورالله عماد تر مشرۍ لاندې هم فعالیت لري.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت معلوماتو له مخې، د مسکو ناسته د امريکا متحده ایالتونو، روسیې او چين په ابتکار جوړېږي، د پاکستان او قطر ځانګړي استازي هم په کې ګډون کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد به د مسکو په ناسته کې د امريکا په استازيتوب ګډون کوي.

Visits: 684

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.