ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نظرپوښتنه: له هرو لسو کسانو یو یې د افغان سولې لپاره نړیواله ناسته مثبته ارزوي

نظرپوښتنه: له هرو لسو کسانو یو یې د افغان سولې لپاره نړیواله ناسته مثبته ارزوي

author avatar
17 Mar 2021 - 20:48
نظرپوښتنه: له هرو لسو کسانو یو یې د افغان سولې لپاره نړیواله ناسته مثبته ارزوي
author avatar
17 Mar 2021 - 20:48

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۹۹): د یوې نظر پوښتنې ډېری مرکه کوونکو د دوحې خبرو پر دوام د ټینګار او لنډمهاله حکومت سره د مخالفت تر څنګ، له طالبانو سره د واک وېش ملاتړ کړی؛ خو ویلي یې دي چې د سولې لپاره نړیواله ناسته په هېواد کې د دوامداره سولې ضمانت نه کوي.

ډېری مرکه کونکو جمهوري نظام او د افغانستان اساسي قانون د خلکو سره کرښه بللې او ویلي یې دي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند نه دی بدل شوی او دوی د حکومت کولو کوم پلان نه لري.

د نظرپوښتنې ډېری ګډونوال د سولې له مذاکراتو سره د تاوتریخوالي لامل بهرنۍ لاسوهنه بولي او په ټوله کې ډېری مرکه کوونکو ویلي چې نه پوهېږي د هېواد وضعیت یې کومې خواته روان دی.

مېتودولوژي

د (خانه صلح و مردم سالاری) په نوم بنسټ (PDH) نظرپوښتنه د (افغانستان راتلونکي نظام) تر نامه لاندې د ۱۳۹۹ کال د سلواغې له ۲۷مې د کب تر ۲۱مې له ځینو ناامنو ولسوالیو پرته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په حضوري، ټیلېفوني او الکټرونیکي ډول ترسره کړې ده.

سرچینه لیکي، په دې نظرپوښتنه کې مرکه کوونکي په تصادفي ډول ټاکل شوي او له ۱۸ تر ۵۶ کالو عمر لرونکي دي، ټول شمېر یې ۳۷۷۱۰ کسان دی چې له ۳۱ سلنې ډېرې یې ښځې دي.

د افغانستان سولې لپاره نړیواله ناسته

ایا د ملګرو ملتونو په کوربه توب نړیواله پرېکړه کووونکې ناسته د افغانستان د راتلونکي په اړه د ټولو خواوو په ګډون په هیواد کې تلپاتې سوله تامینولای شي؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې ۶۳.۶ سلنه مرکه کوونکو نه ځواب ویلی، د ۲۰۰۱ کال د بن تکرار او شاته تګ دی، ۲۷.۳ سلنه ویلي چې د ګډوډۍ او داخلي جګړې لامل کېږي او ۹.۱ سلنه هغوی بیا مثبت ځواب ویلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د مسکو غونډه سبا پنجشنبه (د کب ۲۸مه) د یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو استازو، افغان حکومت چارواکو، سیاسیونو او طالبانو په ګډون پیليږي.

دغه راز ټاکل شوې ورته ناسته د نړیوال سازمان تر څار لاندې په راتلونکې اپرېل میاشت ترکیه کې ترسره شي.

د دوحې مذاکرات

دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولې د دوحې مذاکراتو تر دې مهاله په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي په کموالي اغېز نه دی کړی؟

۳۴.۱ مرکه کوونکو ویلي چې طالبان سولې او مذاکرې ته اراده نه لري، ۱۲.۲ سلنه کسانو ویلي حکومت د سولې اراده او د مذاکرې هوډ نه لري؛ خو ۵۳.۷ سلنه هغوی ویلي چې د بهرنیو هېوادونو لاسوهنه لامل شوې چې مذاکرات په دې اړه اغېز ونه کړي.

د سولې خبرو دوام

له مرکه کوونکو پوښتل شوي: ایا د دوحې خبرو دوام غواړئ؟

د سروې پایلو له مخې، ۵.۲ سلنه مرکه کوونکو ویلي په دوحه کې د سولې مذاکرات باید ودرول شي، ۲.۶ سلنه ویلي چې نه پوهیږي، خو  ۹۲.۲ سلنه هغوی ویلي چې دغه مذاکرات په هغه صورت کې چې دواړه اړخونه اوربند وکړي، باید دوام ومومي.

لنډمهاله حکومت

ایا له ټاکنو پرته لنډمهاله/انتقالي حکومت ته د واک لېږد پلوي یاست؟

۷۷،۸ سلنه خلکو د نه، ۱۱.۶ سلنه مثبت، صفر عشاريه درې سلنه کسانو د نه پوهېم ځواب ويلی او ۱۰،۳ سلنه کسانو د ژر ټاکنو غوښتنه کړې ده.

له طالبانو سره د واک وېش

ایا له طالبانو سره د واک وېش کولای شي د سولې لپاره د حل یوه لار شي، دا وېش باید څه ډول ترسره شي؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې ۵۱ سلنه مرکه کوونکو مثبت ځواب ویلی او ویلي یې دي چې طالبان باید به نظام سره یوځای شي؛ ۴۵.۹ سلنه کسانو منفي ځواب ورکړی او ښه لاره یې د ټاکنو ترسره کول بللي؛ ۲.۴ سلنه کسانو د مثبت ځواب تر څنګ ویلي چې له طالبانو سره دې په یوه نوي نظام هوکړه وشي او صفر اعشاریه ۷ سلنه کسانو بیا د نه پوهېږم ځواب ورکړی دی.

جمهوري نظام

ایا د افغانستان جمهوري نظام او اساسي قانون ستاسو سره کرښه دي؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې ۸۳.۶ سلنه کسانو مثبت ځواب ورکړی؛ خو ۸.۵ سلنه د نه ځواب ویلی او ۷.۹ سلنه نورو د نه پوهېږم ځواب ټاکلی دی.

د طالبانو لیدلوری

ایا د ښځو په اړه د طالبانو په چلند کې بدلون راغلی؟

۹۶.۸ مرکه کوونکو ویلي چې د ښځو په اړه د طالبانو په چلند کې بدلون نه دی راغلی، ۱.۱ سلنه په دې اړه مثبت ځواب ویلی او ۲.۱ سلنه نورو بیا ویلي چې نه پوهېږي.

د نظام ډول

په افغانستان کې د څه ډول نظام ملاتړي یاست؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې ۸۳.۱ سلنه کسانو ویلي چې اسلامي جمهوريت غواړي، ۱۵.۵ سلنه د نیمګړتیاوو سمولو سره اسلامي جمهوریت غواړي، ۱.۲ سلنه هغوی د طالبانو په خوښه نظام غواړي او صفر اعشاریه دوه سلنه نورو بیا د نه پوهېږم ځواب ورکړی دی.

د طالبانو پروګرام

ایا طالبان د حکومت کولو کوم پروګرام لري؟

په سروې کې راغلي چې ۹۵.۱ سلنه مرکه کوونکي په دې اند دي چې طالبان د حکومت لپاره پلان نه لري، ۳.۶ سلنه ویلي چې برنامه لري او ۱.۳ سلنه نورو د نه پوهېږم ځواب ویلی دی.

د هېواد وضعیت You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.