ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر د افغانستان لپار د ملګرو ملتونو سرمنشي له نوي استازي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي

اتمر د افغانستان لپار د ملګرو ملتونو سرمنشي له نوي استازي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي

author avatar
21 Mar 2021 - 14:53
اتمر د افغانستان لپار د ملګرو ملتونو سرمنشي له نوي استازي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي
author avatar
21 Mar 2021 - 14:53

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړى استازى وايي چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره جدي هلې ځلې کوي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د وري په لومړۍ نېټه د افغانستان بهرنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په خبرپانه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ټیلېفون له لارې د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړي استازي ژان ارنو سره خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې نوموړى د خپلې پراخې تجربې او افغانستان ته د ژورې ژمنې له امله په افغانستان د محبوبیت او لوړ اعتبار خاوند دی، له همدې امله به وکولای شي په افغانستان کې د سولې په تامین کې مهم او اغېزناک رول ولوبوي.

دغه راز ارنو ويلي: ((ډېر خوښ يم چې د خپل نوي ماموریت له لارې وکولای شم یو ځل بیا خپلې ټولې تجربې او وړتیاوې افغان ولس ته د سولې راوستلو او هوساینې ترلاسه کولو لپاره وکاروم.))

د يادو خبرو په ترڅ کې دواړو لورو د سولې بهیر بریالیتوب لپاره پر نږدې او ګډ کار کولو باندې ټينګار کړی دی.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.