ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشريف کې د نوروز جشن مراسم پيل شول

په مزارشريف کې د نوروز جشن مراسم پيل شول

author avatar
21 Mar 2021 - 11:38
په مزارشريف کې د نوروز جشن مراسم پيل شول
author avatar
21 Mar 2021 - 11:38

مزارشريف (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د نوروز جشن او ګل سرخ مېله، حضرت علي ته د منسوبې جنډې په پورته کولو سره پیل شول.

نن د ۱۴۰۰ هجري شمسي کال لومړۍ ورځ ده چې د افغانستان خلک له شدیدو امنیتي تدابیرو سره د نوروز مراسم نمانځي.

د نوروز لرغوني مراسم هر کال د افغانستان د پلازمېنې کابل ترڅنګ نږدې په ټولو ولايتونو کې نمانځل کېږي او دغه ورځ د دولت له لوري عمومي رخصتي وي.

افغان چارواکي د افغانستان په ښارونو او ولایتونو کې د نوروز جشن نمانځلو په موخه د سختو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي.

هر کال د نوروز ورځ په مزارشریف ښار کې په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېږي.

د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولين وايي چې په دغه جشن کې شاوخوا څلورنیم زره کسان د روضې په زیارت کې چې حضرت علي ته منسوب ده، راټولېږي چې په هغو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ډیپلوماتان شامل دي.

بل لور ته د ارګ ځينې سرچينې وايي چې دغه ورځ په ارګ کې هم نمانځل کېږي چې ولسمشر محمد اشرف غني به په کې ګډون وکړي.

د نوروز مراسمو په درشل کې امنیتي چارواکي وایي چې د کابل په ارغندۍ سیمه کې یې تېره شپه د چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.

Visits: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.