ژبه

اروزګان کې ٥١ ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي

ترینکوټ ( پژواک، ۳ وری ۱۴۰۰): اروزګان کي نوی ښوونیز کال په داسې حال کې د زنګ په وهلو سره پيل شو چې لا هم هلته ٥١ ښوونځيو تړلي او زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد د وري په ٣مه د ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وویل چې د پوهنې روان بهير پر وړاندې درې ستر ګواښونه شته چې وسله وال طالبان، د خلکو او کورنیو نه همکاري او د ښوونکو ظرفیت ټیټ والی دي.

هغه زياته کړه، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې وسله وال طالبان د لسګونو ښوونځیو تړل کېدو لامل دي چې له امله یې زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي.

د نوموړي په وينا، د دي ډلې تر واک لاندې سیمو کې د نجونو یوه لېسه هم فعالیت نه لري او د هلکانو ښوونځي بیا یوازې په نوم په کې فعال دي؛ ځکه هغوی نه د پوهنې وزارت او نه هم ولایتي ریاست د نظارت مسوولینو ته اجازه ورکوي چې ترې څارنه وکړي.

والي شېرزاد له طالبانو وغوښتل چې د پوهنې پر وړاندې ګواښ لرې کړي او دغه بهیر دې نه سیاسي کوي؛ ځکه دا چلند د یو لوی نسل د تباهۍ لامل کېږي.

د اروزګان د پوهني رییس میرزا محمد سالارزي وویل چې لا هم په دغه ولایت کې ۵۱ ښوونځي د نا امنیو او یو شمېر نورو لاملو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي چې له امله یې زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.

د پوهني رییس له ښکېلي خواوو، د کورنیو له مشرانو، دیني عالمانو او ولسونو وغوښتل چې نه یوازې د تړلو ښوونځیو د بیا پرانیستي په برخه کي له دوی سره همکاري وکړي، بلکې خپل ماشومان دې ښوونځیو ته ولېږي او د هغوی د ښې راتلونکې برخه کې دې خپل مسوولیت ادا کړي.

اروزګان کې ټولټال ۲۳۲ ښوونځي دي چې ۵۱ یې دا مهال د نا امنیو له امله تړلي پاتې دي.

ورته موضوع