ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر ١١ کلونو وروسته امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې حصارک ته د ځمکې له لارې لاړشي

تر ١١ کلونو وروسته امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې حصارک ته د ځمکې له لارې لاړشي

author avatar
26 Mar 2021 - 10:30
تر ١١ کلونو وروسته امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې حصارک ته د ځمکې له لارې لاړشي
author avatar
26 Mar 2021 - 10:30

جلال اباد (پژواک، ٦ ورى ١٤٠٠) : ځايي چارواکي وايي چې تر ١١ کلونو وروسته امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې اکمالات وکړي.

د ځايي چارواکو په وينا، د حصارک لارې په پرانیستلو سره د ننګرهار ټولو ۲۲ ولسوالیو ته د ځمکې له لارې د تګ راتګ زمینه برابره شوه.

په ننګرهار کې د ملي اردو څلورمې لوا او د حصارک او شیرزادو ولسوالیو د پیل شویو عملیاتو قوماندان برید جنرال نصیر احمد ساپی وایي، حصارک ولسوالۍ ته غځېدلې لاره په بشپړ ډول پرانیستل شوې او په دې سره د دې ولایت ټولو ۲۲ ولسوالیو ته چارواکو، امنیتي منسوبینو او خلکو ته د ځمکې له لارې د تګ راتګ زمینه برابره شوه.

هغه زیاتوي، د حصارک ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې لا هم عملیات جریان لري او ژر به یې له مخالفینو څخه پاکې کړي.

د یادونې ده چې د ننګرهار حصارک او شیرزاد هغه ولسوالۍ وې چې له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې ورته د ځمکې له لارې تګ راتګ نه کېده، چې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې یې لارې پرانیستل شوې.

جنرال نصیر احمد ساپی وایي، چې په دې ولسوالۍ کې يې د تلپاتې امنيت ساتنې په موخه د بيزونو او پوستو په جوړولو کار پيل کړی.

نوموړی وايي، چې دې ولسوالۍ ته يې غځېدلې ۸۵ کيلومتره لاره خلاصه کړه، ډېری سيمې يې له وسله والو مخالفينو پاکې کړي؛ خو لا هم د تصفيې په موخه چاڼيز عمليات دوام لري.

هغه زياته کړه، د دې سيمې اوسېدونکي امنيتي او دفاعي ځواکونو د وسله والو مخالفينو له زورزياتي وژغورل او نور به په دې سيمه کې مخالفين هيڅ ډول فعاليت ونه شي کولی.

ساپی وايي، وسله والو مخالفينو پلان درلود چې حصارک په خپل مرکز بدل کړي؛ خو موخې ته له رسېدو وړاندې په سختې ماتې سره وايستل شول او د حصارک د امنيت لمن لا پراخه شوه.

شېرزادو او حصارک ولسوالیو ته له کلونو راهيسې د ځمکې له لارې تګ راتګ نه کېده؛ خو د وروستيو عملیاتو په ترڅ کې د دې ولسوالیو لارې خلاصې او امن شوې.

Visits: 177

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.