ژبه

دفاع وزارت: د ننګرهار لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول نيول شوی

جلال اباد (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۰): ملي دفاع وزارت وايي چې کومانډو ځواکونو د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول نيولی دی.

د ملي دفاع وزارت له لوري د وري په ۹مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو کومانډو ځواکونو د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.

که څه هم خبرپاڼې د عملياتو وخت نه دی روښانه کړی خو ټينګار يې کړی چې د عملياتو په پایله کې د ننګرهار لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول شفیق الله له دوو نورو مشکوکو کسانو سره یو ځای ونیول شو.

وسله والو طالبانو په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شېرزاد د ننګرهار يوه ناامنه ولسوالی وه چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په کې امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړل چې د چارواکو په وينا، یاده ولسوالي يې له وسله والو پاکه کړې ده.