ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه هم د ترکیې ناستې ته د وړاندې کولو په موخه طرحه چمتو کوي

ولسي جرګه هم د ترکیې ناستې ته د وړاندې کولو په موخه طرحه چمتو کوي

author avatar
31 Mar 2021 - 16:37
ولسي جرګه هم د ترکیې ناستې ته د وړاندې کولو په موخه طرحه چمتو کوي
author avatar
31 Mar 2021 - 16:37

کابل(پژواک،۱۱وری ۱۴۰۰): د ولسي جرګې رییس «ترکیې ناسته» په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره تاریخي فرصت ګڼي او وايي، دغه جرګه به ډېر ژر په یاده ناسته کې د وړاندې کولو لپاره د سولې طرحه تیاره کړي.

ټاکل شوې ترکیې ناسته د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې د افغان سولې بهیر د چټکتیا په موخه د سیمې او نړۍ د ځينو هېوادونو د استازو، افغان حکومت د چارواکو، افغان سیاستوالو او طالبانو د استازو په ګډون ترسره شي.

دغه ناسته د ملګرو ملتونو سازمان تر نظارت لاندې جوړېږي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د ترکیې ناستې جوړېدل د افغانستان لپاره غوره تاریخي فرصت وباله او هیله  یې څرګنده کړه چې افغان پلاوی دې ناستې ته له یوې مشخصې او واحدې اجنډا سره داخل شي.

د نوموړي په خبره، ولسي جرګه به د ترکیې په ناسته کې فعال رول ولري او د خلکو ټولې غوښتنې په دې ناسته کې شریکوي.

هغه د جرګې غړو ته په خطاب وویل، د هر ولایت په استازیتوب یو ـ یو کس اداري پلاوي ته معرفي کوي څو د سولې  ټینګښت په موخه یوه جامع طرحه جوړه او د ترکیې په ناسته کې یې وړاندې کړي.

رحماني وايي، د دې جرګې د سولې طرحه سربېره پر دې چې له حکومت سره شریکېږي د ترکیې په ناسته کې به د جرګې د استازو له خوا وړاندې شي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي هلمند هلمند د ترکیې په ناسته کې د افغان حکومت او سیاستوالو له خوا د ګډون لپاره د واحد صف د جوړېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، واحده اجنډا او یووالی به د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي.

په جرګه کې د غزني د خلکو استازې شاه ګل رضايي هم وویل، هغه کسان چې د افغانستان له داخله په دې ناسته کې ګډون کوي باید د سولې لپاره واحده او جامع طرحه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمیتار، د جمعیت ګوند له سرپرست صلاح الدین رباني او د جمعیت ګوند د بلې څانګې له رییس عطامحمد نور سره لیدلي او ویل کېږي چې د یادو لیدنو موخه د افغان حکومت او سیاستوالو له خوا د واحدې طرحې جوړېدل دي چې د ترکیې په ناسته کې وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې یادو ګوندونو هم ویلي چې د ترکیې په ناسته کې د وړاندې کولو لپاره د سولې طرحې برابروي.

تېره ورځ مشرانو جرګې هم د جرګې د رییس په مشرۍ د دې جرګې د سولې د نظارتي کمېټې د جوړېدو خبر ور کړی و او ویلي یې و چې دې جرګې د سولې د ټینګښت لپاره طرحه ترتیب کړې چې له حکومت او په کابل کې له بهرنیو سفارتونو سره به شریکه شي.

له دې مخکې ولسمشرۍ ریاست هم ویلي چې د ترکیې ناسته کې به د سولې داسې طرحه وړاندې کړي چې له مخې به یې سراسري اوربند اعلان او له ټاکلي وخت مخکې به ټاکنې ترسره شي.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.