ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ سلګونو اوسېدونکو د اوربند غوښتنه وکړه

د بلخ سلګونو اوسېدونکو د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
1 Apr 2021 - 16:28
د بلخ سلګونو اوسېدونکو د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
1 Apr 2021 - 16:28

مزارشريف (پژواک، ۱۲وری ۱۴۰۰): د بلخ ولايت سلګونو اوسېدونکو مزارشريف ښار کې د غونډې پر مهال د سولې له روانې پروسې، جمهوري نظام او امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی چې د وري په ۱۲مه، په سينا لوبغالي کې راټول شوي وو، همدا راز يې له طالبانو او افغان حکومت څخه د سراسري اوربند کولو غوښتنه وکړه.

د غونډې جوړوونکي غزال الدين ستاري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانان نور له روان تاوتريخوالي او جنګ څخه ستړي شوي دي.

هغه زياته کړه، د غونډې له جوړولو يې موخه دا ده چې خلک د هېواد د سولې او جنګ په تړاو خپل غږ پورته کړي.

نوموړي وويل: ((افغانستان تر بل هر وخت يووالي ته اړتيا لري، خلک بايد متحد شي، له جمهوري نظام، امنيتي ځواکونو او د تېرو شلو کلونو له لاسته راوړنو څخه ملاتړ وکړي، موږ ټول سوله غواړو، داسې سوله چې په رښتيني ډول جنګ ختم شي)).

د هغه په خبره، افغانان بايد د خپل برخليک په تړاو بې تفاوته پاتې نه شي، بلکې د جګړې په ښکېلو اړخونو دې فشار راوړي چې سوله وکړي.

د بلخ خلکو د ټولنيزې شورا مشر سيد اعظم سادات پژواک ته وويل چې روانه جګړه له ورانۍ او بدبختۍ پرته بل هېڅ پيغام نه لري.

نوموړي زياته کړه چې بهرني ځواکونه بايد له افغانستانه په مسوولانه ډول ووځي، څو يو ځل بيا هېواد د کورنيو جګړو ښکار نه شي.

هغه همدا راز غوښتنه وکړه چې د افغان سولې په پروسه کې دې بهرنيان او په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډي هېوادونه لاسوهنه نه کوي.

دغه قومي مشر وويل: ((نن هر افغان سوله غواړي، د جنګ له امله ټول ځپل شوي يو؛ نو په دغسې حالت کې د تاوتريخوالي دوام ته هېڅ ډول پلمه نه پاتې کېږي)).

په دغه غونډه کې داسې کسانو هم ګډون کړی وو چې د جګړو له امله يې خپله سيمه پرېيښې او اوس په مزارشريف اوسېږي.

دوست محمد د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی؛ خو يو نيم کال وړاندې يې د جګړو له امله خپله سيمه پرېيښې او بلخ ته بېځایه شوی دی.

هغه پژواک ته وويل چې جګړو هر څه ورنه اخيستي او اوس يې د بل لاس ته مجبور کړی دی.

نوموړي وويل: ((په خپله سيمه کې مو ځمکې درلودې، ژوند او کاروبار مو جوړ وو، خو جګړو وځپلو، ځمکې او کورونه مو شاړ پاتې شول او يواځې سرونه مو خوندي را واېستل)).

هغه وايي چې روانه جګړه په هېڅ ډول د منلو نه ده او بايد ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د مزارشريف اوسېدونکې نازنين هم د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي؛ خو شرط يې دا دی چې د خلکو په فردي ازاديو او د ښځو په حقونو به معامله نه کېږي.

هغې پژواک سره خبرو کې وويل چې په تېرو دوو لسيزو کې افغان مېرمنو ډېر زحمتونه ګاللي او نسبي ازادي يې تر لاسه کړې چې په خبره يې اوس بايد هر څه بېرته له صفر څخه پيل نه شي.

نوموړې وايي: ((په تېرو دوو لسيزو کې ما خپل تحصيل بشپړ کړ، اوس يو مکتب کې ښوونکې يم، د کور نورې نجونې او هلکان مو هم درسونه وايي، زموږ توقع او غوښتنه دا ده چې د شته فرصتونو په حفظ سره دې سوله راشي او جګړه دې پای ته ورسېږي)).

د بلخ خلکو په دغه غونډه کې د افغان سولې په تړاو د ترکيې له راتلونکې ناستې هم ملاتړ وکړ او ټينګار يې دا وو چې د افغانانو پر لاسته راوړنو دې معامله نه کېږي.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.