ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا زرګونو اوسېدونکو د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ

د پکتيکا زرګونو اوسېدونکو د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ

author avatar
3 Apr 2021 - 15:12
د پکتيکا زرګونو اوسېدونکو د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ
author avatar
3 Apr 2021 - 15:12

ښرنه (پژواک، ١٤ ورى ١٤٠٠): د پکتيکا ولايت زرګونو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت وښود او د يوې باعزته سولې پر راتګ يې ټينګار وکړ.

دغه غونډه د وري په ١٤مه د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې جوړه شوې وه چې د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکو په کې برخه اخيسته وه.

په ياده غونډه کې ديني عالم مولوي غازي محمد وويل چې سوله د الله (ج )امر او د ولس غوښتنه ده نو په جګړه کې ښکيلې خواوې دې له کوم شرط پرته د سولې راتګ ته زمينه برابره کړي.

هغه وايي: ((موږ له اوسني نظام څخه ملاتړ کوو خو له موقت حکومت سره مخالف يو او د يوې باعزته سولې غوښتوونکي يو.))

دغه راز قومي مشر نورمحمد وويل چې موقت حکومت د افغانستان ستونزه نه شي حل کولاى.

هغه وايي: ((موږ د موقت حکومتونو تجربه لرو مشکل نه شي حل کولاى نور هم مشکلات ډېروي، د سولې راتګ لپاره بايد زمينه برابره شي.))

د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي وويل، هرهغه څوک چې په هېواد کې د موقت حکومت غوښتنه کوي، هغوی د افغانستان په ويجاړېدو خوښ دي.

ده هم له حکومت او طالبانو څخه د باعزته سولې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د سولې په پروسه کې شته لاسته راوړنې بايد وساتل شي.

همدارنګه د ولايتي شورا غړي مبين فقيرزاده وويل، که چېرې حکومت او طالبان سوله وکړي افغانستان به د پردیو له لاسوهنې څخه خلاصى ومومي.

د نوموړي په اند، د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله هره ورځ افغانان وژل کيږي او ستونزي يې هم ورځ تر بلې ډېريږي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د سولې په تړاو غونډې شوي خو تر اوسه يې مثبته پايله نه لرله.

Visits: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.