ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د سردار داوود خان روغتون کې مې د پروستات عملیات په بریالیتوب ترسره شول

ولسمشر غني: د سردار داوود خان روغتون کې مې د پروستات عملیات په بریالیتوب ترسره شول

author avatar
7 Apr 2021 - 10:49
ولسمشر غني: د سردار داوود خان روغتون کې مې د پروستات عملیات په بریالیتوب ترسره شول
author avatar
7 Apr 2021 - 10:49

کابل (پژواک، ١٨ ورى ١٤٠٠): ولسمشر اشرف غني وايي چې د کابل شهيد سردار داوود خان په روغتون کې يې د پروستات عمليات په بریالیتوب ترسره شول.

ولسمشر تېره شپه ناوخته په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي: ((نن ماښام مې د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د دغه روغتون د مجربو ډاکترانو له خوا د پروستات عملیات په کاميابۍ سره ترسره شول.  زه د دغه روغتون له درنو ډاکتر صاحبانو او روغتیاپالو د زړه له تله مننه کوم چې همدا شېبه یې زما عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسول.))

بلخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د ولسمشر اشرف غني داسې عکسونه خپاره شوي چې له عملياتو وروسته يې وضعيت ښه دى او د کوم کتاب مطالعه کوي.

خو تر اوسه نه دي ويل شوي چې ولسمشر له څومره وخت راهيسې د پروستات ناروغي ‌لرله.

ډاکتران وايي، پروستات يو ډول غده او غوټه ده چې د عمر په تېرېدو سره غټېږي او د انسان د ادرار لاره بندوي او ستونزې پيدا کوي او ناروغ بار بار تشناب تللو ته اړ باسي.

ولسمشر غني شاوخوا ۷۱ کلن دی.

راپورونه وايي چې په افغانستان کې معمولآ دا ډول عملیات د خېټې څېرې کولو له لارې کېږي، خو معلومه نه ده چې د ولسمشر غني عمليات څه ډول شوي‌ دي.

ولسمشر غني په داسې حال کې په هېواد کې دننه پر افغاني ډاکترانو خپل جراحي عمليات ترسره کړي، چې يو شمېر عادي افغانان د سختو ناروغانيو درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي.

Visits: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.