ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ډيجيټلي ډګر کې د جنسيتي برابرۍ ملي پروګرام پرانيستل شو

په ډيجيټلي ډګر کې د جنسيتي برابرۍ ملي پروګرام پرانيستل شو

author avatar
12 Apr 2021 - 09:32
په ډيجيټلي ډګر کې د جنسيتي برابرۍ ملي پروګرام پرانيستل شو
author avatar
12 Apr 2021 - 09:32

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۰): د مخابراتي شبکو تنظيم ادارې (اترا) له لوري په ډيجيټلي ډګر کې د جنسيتي برابرۍ يا  (EQUELS) ملي پروګرام په کابل کې پرانيستل شو.

په یاده برخه کې د ښځو برابره ونډه يا (EQUELS) يو نړيوال پروګرام دی چې د افغانستان څانګه يې رسماً د اترا ادارې له لوري پرانيستل شوه.

د دغه پروګرام په پرانيستغونډه کې د اترا ادارې مشر عمر منصور انصاري وويل چې په افغانستان کې يې  د ياد پروګرام پرانيستلو موخه په ډيجيټلي ډګر کې د ښځو او سړیو برابره ونډه اخيستنه ده.

هغه زياته کړه، ياد پروګرام د ښځو پوهاوي، سياسي ارادې او له سرچينو په سمه توګه ګټه اخيستنه کې مهم رول لوبولی شي.

نوموړي وويل چې له ياد پروګرام سره به د هېواد ټولو هغو ښځو ته چې غواړي کار وکړي، کاري زمينې برابرې شي.

د اترا ادارې مشر زياته کړه، د دغه پروګرام له مخې به ټيکنالوجۍ ته د ښځو لاسرسی څو دوی له يو بل سره ونښلوي، زیات شي.

هغه وايي: ((ښځو ته په ساينس، انجينري، ټيکنالوجۍ او رياضي کې د مهارتونو لوړولو رامنځته کول د (EQUELS) يوه عمده برنامه ده.))

دغه راز په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزير عباس بصير وويل چې په ۱۳۹۹ لمريز کال کې په بلخ او هرات کې په ډيجيټلي ډګر کې  د هلکانو په پرتله نجونو ډېره ونډه اخيستې ده.

ده زياته کړه، په وروستيو کې په ياد سيستم کې د ښځو ونډه د کرونا وبا له امله زياته شوې ده.

د نوموړي په وينا، ډيجيټلي سيستم ته د ښځو لاسرسي لپاره لوړو زده کړو وزارت اقدامات کړي او لا هم په ياده برخه کې کار کوي.

هغه زياته کړه چې دوی د اترا ادارې په مرسته کولی شي په ياده برخه کې لا ډېر فرصتونه رامنځته کړي.

Visits: 85

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.