ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“برېښنايي تذکرو کې د قومونو د نومونو ليکلو جنجالونو پر دغې پروسې هېڅ اغېز نه دی کړی”

“برېښنايي تذکرو کې د قومونو د نومونو ليکلو جنجالونو پر دغې پروسې هېڅ اغېز نه دی کړی”

author avatar
12 Apr 2021 - 14:59
“برېښنايي تذکرو کې د قومونو د نومونو ليکلو جنجالونو پر دغې پروسې هېڅ اغېز نه دی کړی”
author avatar
12 Apr 2021 - 14:59

مزارشريف ( پژواک، ۲۳وری ۱۴۰۰) : د بلخ ولايت د احصايې او معلوماتو ادارې مشر بشير محمودي وايي چې دمګړۍ څه باندې سل زره کسانو د برېښنايي تذکرو تر لاسه کولو لپاره نومونه ثبت کړي دي.

هغه له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دوی په يوه ورځ کې يواځې د شپږ سوو کسانو د بايومټريک ظرفيت لري.

د نوموړي په وينا، اوسمهال په مزارشريف ښار کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې درې مرکزونه فعال دي.

نوموړی زياتوي چې د برېښنايي تذکرو پر شته ټيم د کار حجم زياتوالي له امله ټاکل شوې ده چې په نږدې وخت کې به دوه نور مرکزونه هم مزارښار کې فعال شي چې ورسره به د ټولو مرکزونو شمېر پنځو ته ورسېږي.

هغه وايي، هڅه کوي چې د مرکزونو په زياتېدو سره په يوه ورځ کې د غوښتونکو د بايومټريک شمېر دوه زرو ته ورسوي.

د بلخ د احصاصيې ادارې مشر وويل: (( د برېښنايي تذکرو د اخيستو تقاضا زښته ډېره ده، همدا اوس له سلو زرو ډېر کسان منتظر دي چې بايومټريک شي، خو موږ په ورځ کې له شپږو سوو تر اووه سوو کسانو پورې بایومټريک کولی شو)).

نوموړی وايي چې په ځانګړو حالاتو کې دوی د يوې مشخصې کړنلارې له مخې هغو کسانو ته په بېړنۍ توګه برېښنايي تذکره ورکوي چې جدي اړتيا يې ولري.

د بلخ د احصايې د ریيس په خبره، د برېښنايي تذکرو د غوښتونکو شمېر وروسته له هغه څو چنده زيات شو، چې د نوم ثبتونې پروسه يې انلاين بڼې ته واوښته.

محمودي زياتوي، په برېښنايي پېژندپاڼو کې د قومونو د نومونو د ليکلو په تړاو وروستيو جنجالونو پر دغې پروسې هېڅ ډول اغېز نه دی کړی.

محمودي وويل: (( د برېښنايي تذکرو وېش په منظم ډول روان دی، هر افغان حق لري چې خپل قوم په کې وليکي، دا اجباري نه ده او نه هم په دې تړاو کوم شی ګونګ دي، مثلا ته کولای شې چې په هر قوم پورې تړاو ولرې هماغه ځانته وليکي)).

د بلخ د احصايې ادارې رييس دا هم وويل چې مزارښار څه باندې دوه میليونه اوسېدونکي لري او دې ټولو ته د برېښنايي تذکرو ورکول وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتيا لري.

نوموړی وايي چې د برېښنايي تذکرو له وېش سره ورځ تر بلې د حکومتي ادارو چارو کې شفافيت راځي.

د هغه په وينا، دوی په لومړي سره کې هغو کسانو ته تذکرې ورکوي چې وړاندې تر دې يې په اړه شکايتونه موجود وو چې ګني په خيالي ډول معاشونه اخلي.

محمودي زياتوي: (( د شهيدانو ورثه او معلولين، د معارف کارمندان او د نظامي ليکو منسوبين د تذکرې د اخيستو برخه کې لومړيتوب لري، ځکه د تذکرې په وېش سره به په دغو ادارو کې د خيالي افرادو د موجوديت ستونزه په بشپړ ډول حل شي)).

د بلخ د احصايې او معلوماتو ادارې رييس وايي چې دوی تر دې مهاله بلخ ولايت کې شاوخوا ۸۰ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړې دي.

Views: 130

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.