ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک او زده کوونکي د کابل ښار موسى شفيق لېسې له مديره شکایتونه لري

خلک او زده کوونکي د کابل ښار موسى شفيق لېسې له مديره شکایتونه لري

author avatar
20 Apr 2021 - 14:19
خلک او زده کوونکي د کابل ښار موسى شفيق لېسې له مديره شکایتونه لري
author avatar
20 Apr 2021 - 14:19

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۰): د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې يو شمېر اوسېدونکي د شهيد موسی شفيق لېسې مدير پر مالي فساد تورنوي، خو د لېسې مدير بيا دغه ادعاوې بې اساسه بولي.

د شهيد محمد موسی شفيق عالي لېسه د کابل اړوند احمد شاه بابا مېنې په دوولسم بلاک کې فعاليت لري چې له اوو تر ۸زرو پورې زده کوونکي لري.

پژواک ته هغه اسناد او ويډيوګانې رسېدلي چې د يادې سيمې مشرانو، ټولنو او ځوانانو په کې ځينو ادارو ته د مدير په اړه شکايتونه کړي دي.

د احمد شاه بابا مېنې دوولسم بلاک وکيل محمد يونس پژواک ته وويل چې ياده لېسه يوازې د دوولسم بلاک لپاره جوړه شوې ده، خو مدير د پيسو په بدل کې له غير پلاني ساحو هم زده کوونکي شاملوي.

نوموړي زياته کړه، په لېسه کې له درېيو څخه تر درې نيم زرو پورې زده کوونکي له هغو سيمو په غير قانوني ډول جذب شوي چې د اړوندو سيمو نه دي، خو د لېسې د اړوندو سيمو سلګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې کېږي.

د نوموړي په وينا، مدير په لېسه کې يې د ښوونکو ډلې جوړې کړې چې ځيني د ځان په ګټه کاروي او دغه راز هغه چې ده ته کار نه کوي، ناسم چلند ورسره کوي.

ده وويل، تر دې مهاله يې د پوهنې وزارت ته څو ځلې مراجعه کړې ده، خو تر اوسه یې په ياده موضوع کې کوم اقدام نه دی کړی.

يونس وايي: “موږ کوم انتخاب نه لرو، د پوهنې وزارت که هر څوک ټاکي، ودې ټاکي، خو دا مدير بايد لرې شي او که لرې نه شو، نو بيا د دوولسم بلاک ولس لاريونونه هم کوي او د لېسې دروازه هم تړي.”

دغه راز د دوولسم بلاک يوه اوسېدونکي ميرويس منګل پژواک ته وويل چې په ياده لېسه کې د مدير بېغورۍ له امله زده کوونکي له چاقوګانو سره ګرځي.

د ده په وينا، هغه څوک چې واسطه ولري، د لېسې کتابونه ورکول کېږي، خو بيا که واسطه ونه لري، ورته ويل کېږي چې له بازاره يې واخلي.

هغه ادعا وکړه چې مدير له لېسې کتابونه وباسي او په بازار کې يې خرڅوي.

منګل وويل: “يو شمېر زده کوونکي هېڅ لېسې ته نه راځي، خو په ازموينه کې بيا بريالى کېږي.”

د ده په خبره، که چېرې مدير بدل نه شي، نو د لېسې مخې ته به لاريون وکړي او د لېسې دروازې ته به قلف واچوي.

د محمد علي په نوم د سيمې يو بل اوسېدونکى وايي، هر وخت چې د ماشومانو ستونزو په اړه مدير ته ورځي، خبره يې نه اورېدل کېږي.

هغه زياته کړه: “زما درې ماشومان چې اول نومره دي، په لېسه کې هر وخت ورته ويل کېږي چې تباشير راوړه چې زه يې د مزدورۍ په پیسو ورته اخلم.”

ده هم وويل، دا چې لېسه کې کتابونه شته، خو بيا هم ټولو ماشومانو ته يې کتابونه په بازار کې اخيستي دي.

په ورته مهال د يادې لېسې يو زده کوونکی حسيب وايي چې د لېسې نظم خراب دی او دغه راز ښوونکي د رشتو خلاف ګومارل شوي دي.

ده وويل، له ډېری دوستانو يې د نومرو لوړولو او کاميابولو لپاره د پيسو غوښتنه ترې شوې ده.

هغه زياته کړه، “د نجونو په وخت کې يو تن جنايي پوليس راځي او له وسلې سره دننه په لېسه کې ګرځي، خو مدير ورته هېڅ نه وايي او نجونو ته اشارې هم کوي، خو د هلکانو په وخت کې بيا نه وي.”

دغه راز د محمد خالد په نوم يوه بل زده کوونکي وويل، هغه زده کوونکي چې له نورو سيمو راځي، مدير ورڅخه پيسې اخلي.

د نوموړي په وينا، ځينې ملګري يې دندې لري چې هېڅ لېسې ته نه راځي، خو بيا هم شهادتنامه د پيسو په بدل کې ورکول کېږي.

خو د يادې لېسې مدير روح الله بابکرخېل بيا پورته ټولې ادعاوې بې اساسه بولي او وايي چې ځيني خلک د شخصي ګټو لپاره د ده پر ضد منفي تبليغات کوي.

نوموړي پژواک ته وويل چې له اتو کلونو راهيسې په يادې لېسې کې مديريت کوي او د پوهنې وزارت په چوکاټ کې خپل کارونه پر مخ وړي.

هغه زياته کړه: “هغه څوک چې ما پسې توطيې جوړوي، تر شا يې د بلاک د وکيل لاس دی چې ځيني هلکان يې راټول کړي او بې اساسه دعوې کوي ، وکيل غوښتل چې خپل زوى مدير کړي.”

د ده په وينا، تورونه ورباندې ځکه لګول کېږي چې د دوی يو ملګری مرستيال مدير چې بې کفايته و، له لېسې شړل شوى دى چې په اړه يې اسناد او غږونه هم لري. دوى شخصي ګټې لري

بابکرخېل وايي، د کتابونو ورکول په پوهنې وزارت پورې اړه لري چې رايې وړي او دوی يې ورکړي، په داسې حال کې چې کتابونه نه وي، زده کوونکو ته څه ورکړي.

د مدير په وينا، د درسونو په وخت کې هېڅ جنايي نه شي راتللی، بلکې له لېسې بهر ګرځي، څو زده کوونکي څوک ونه ځوروي.

ده زياته کړه چې زده کړې د ټولو هېوادوالو حق دی او زده کوونکي چې له هر ځای راځي، د لېسې دروازه يې پر مخ خلاصه ده.

دغه راز د پوهنې وزارت بيا وايي چې په تعليمي ادارو کې له فساد سره مبازره د ياد وزارت لومړيتوب دی او په دې برخه کې به هرې قضيې ته رسېدنه وشي.

د دغه وزارت وياندې نجیبې ارين پژواک اژانس ته وويل، که د يادې پېښې په اړه کوم اسناد وي، نو د پوهنې وزارت به يې وڅېړي او له عامل سره به يې قانوني چلند وشي.

نوموړې زياته کړه، که چېرې شکايتونو په شفاهي ډول وي، بيا هم د ياد وزارت د څار ډلې هغه څېړي او معلومات يې کوي.

Visits: 212

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.