ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“فراه کې پولیس هره ورځ له بار وړونکو موټرو تر یو میلیون ډېرې ناقونونه پیسې اخلي”

“فراه کې پولیس هره ورځ له بار وړونکو موټرو تر یو میلیون ډېرې ناقونونه پیسې اخلي”

author avatar
24 Apr 2021 - 12:01
“فراه کې پولیس هره ورځ له بار وړونکو موټرو تر یو میلیون ډېرې ناقونونه پیسې اخلي”
author avatar
24 Apr 2021 - 12:01

فراه (پژواک، ۴ غویی۱۴۰۰): ځیني سرچینې وايي چې په فراه ولایت کې د پولیسو له خوا له باروړونکو موټرو د غیر قانوني پیسو اخیستل که څه هم د مخکې په پرتله ۶۰ سلنه کم شوي خو لا هم پولیس هره ورځ په ناقونونه ډول تر یو میلیون ډېرې پیسې اخلي.

فراه د هېواد په لوېدیځ کې پروت ولایت دی چې له ایران سره ګډه پوله لري. شیخ ابو نصر فراهي بندر هم په دغه ولایت کې دی. د افغانستان او ایران ترمنځ صادرات او واردات د همدغه بندر له لارې ترسره کېږي.

هغه سوداګریز توکي چې له یاد بندره هېواد ته واردیږي، د فراه ولایت له لارې د هېواد نورو ولایتونو ته انتقالېږي، خو له څه وخت راهیسې د پولیسو له خوا د ناقانونه پیسو له اخیستو او له سوداګرو او باري موټر چلوونکو سره د امنیتي ځواکونو له ناسم چلنده شکایتونه کېږي. شکایت کوونکي د دغه ولایت مسوولین په یاده برخه کې پر بې پروایۍ تورنوي.

جمعه ګل چې د شیخ ابو نصر فراهي له بندره د فراه د بالابلوک ولسوالۍ تر دوه لارې پورې باري موټر چلوي، پژواک ته د پولیس له ناسم چلنده او ناقانونه پیسو له اخیستو شکایت وکړ او ویې ویل، که موټر چلوونکي پولیسو ته پیسې ور نه کړي، پولیس یې وهي او سپکاوی ورته کوي.

هغه ادعا وکړه چې په یاد مسیر د پولیس تر ۱۰ ډېرې پوستې موجودې دي او هره پوسته له باري موټرو په ناقانونه توګه له ۵۰۰ تر څه باندې ۲۰۰۰ افغانۍ اخلي.

د هغه په خبره، د یادو پوستو پولیس د ګمرک ریاست قانوني پارچه هم نه مني. هغه په داسې حال کې چې یادو پولیسو ته د «غلو» خطاب وکړ، زیاته کړه، کله چې موټر چلوونکي پولیسو ته د ګمرک پارچه وښيي وايي: “موږ هېڅ امر نه منو، د اشرف غني (د هېواد ولسمشر) امر نه منو، نور خو پر خپل ځای پرېږده.”

موټر چلوونکي د فراه له مسوولینو د دغه وضعیت د کنټرول غوښتنه کوي. دوی دغه راز ادعا کوي چې په یاد مسیر له موټر چلوونکو سره د پولیسو فزیکي او سپکوونکی چلند پر «یوه فرهنګ» بدل شوی دی.

یوه موټر چلوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل: “که پیسې ور نه کړې، د وسلې پر ډزو دې وژني او موږ په خپل فکر کې د دې ډول صحنو بدل تصویرونه لرو.”

په ورته وخت کې د وزیر په نوم یوه موټر چلوونکي د جمعه ګل خبرې تایید کړې، د فراه امنیه قومانداني يې په دې برخه کې پر نه پاملرنه تورنه کړه.

هغه زیاته کړه، پر دغه مسیر له باري موټرو د وسلې په زور په ناقانونه توګه د پیسو اخیستل «عادي بهیر» جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: “وايي ولې د دولت او ملت ترمنځ واټن جوړېږي؟ په خدای چې یوه پېره له موټر سره لاړ شې او د پولیسو وضعیت له نږدې وګورې، بیا پوهېږي چې له دې طایفې سره باید څرنګه چلند وشي.”

څو نور موټر چلوونکي هم ورته شکایت لري، د فراه له مسوولو چارواکو غواړي چې د دغه مسیر له پولیسو سره قانوني او اصولي چلند وکړي او د دغه قانون ماتونې مخه ونیسي.

دوی ادعا کوي چې څو ځلې یې د فراه له چارواکو سره دغه شکایتونه شریک کړي خو تر اوسه نتیجه نه لري.

د باري موټرو اتحادیې رییس او پر یاد مسیر د نفت او ګازو سوداګرو استازي حاجي میرولي سلیمانخېل وویل، هره ورځ په منځنۍ کچه ۶۰ موټر له شیخ ابونصر فراهي بندره سوداګریز توکي لېږدوي، د لارې پولیس د فراه ولایت په مربوطاتو او یاد بندر په سرحدي کنډک کې په ټولیز ډول له موټرو ۱۵۰زره افغانۍ په ناقانونه توګه او د «وسلې په زور» اخلي.

هغه روښانه کړه چې په یاد مسیر کې د پولیسو ۱۲ پوستې موجودې دي او تر ټولو ډېرې غیر قانوني پیسې او د خلکو ځورونه «د پښتونکوټ ولسوالۍ پوسته، د فراه امنیې قوماندانۍ په دوه کیلومترۍ کې پرته د باغ پل پوسته، د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې د پولیسو پوسته، په بندر کې سرحدي ټولی او د لویې لارې ټولی» ترسره کوي.

د باري موټرو دغه استازي ادعا وکړه چې په تېرو میاشتو کې له شیخ ابو نصر فراهي بندر څخه د فراه سیمې تر پایه پولیسو له هر موټر چلوونکي تر ۴۰زره فغانۍ اخیستې خو اوس د موټر چلوونکو له شکایتونو او ولایت مقام، ولایتي شورا او امنیې قوماندانۍ ته د دوی له مراجعې وروسته دغه اندازه ۱۵زره افغانیو ته راکمه شوې ده.

د وړو (مازدا) موټرو استازي عبدالوزیر پژواک ته وویل، هره ورځ په منځنۍ کچه ۴۰ باري موټر له شیخ ابونصر فراهي بندر څخه تر فراه ښاره سوداګریز توکي لېږدوي او پولیس د لارې په مسیر کې له هر یوه  شاوخوا ۶۵۰۰ افغانۍ په غیر قانوني توګه اخلي.

په یوه ورځ کې تر یو میلیون ډېرې افغانۍ اخاذي:

له کوچینو موټرو د ناقانونه پیسو اخیستو په تړاو د عبدالوزیر، له لویو باري موټرو د غیر قانوني پیسو اخیستو په اړه د باري موټرو د ټولنې رییس حاجي میرولي سلیمانخېل د معلوماتو پر اساس ویلای شو چې اوس مهال پولیس په ټولیز ډول هره ورځ یو میلیون او ۱۶۰زره افغانۍ په غیر قانوني ډول له باري موټرو اخلي.

تور: هغه ټولی چې ناقانونه پیسې اخلي د یوه وکیل او افسر اړوند دی

د باري موټرو استازي حاجي میرولي په یوه غږیز پیغام کې په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي حاجي عبدالستار حسیني ته د لویې لارې د ټولي په برخه کې د بد چلند او غیر قانوني پیسو اخیستو په تړاو ویلي: “امنیه قومانداني د فراهیانو په حق کې یو سلنه هم ملامت نه دی؛ ځکه له همدې پوستې کابل ته ډالر ځي او دا پوسته د حاجي قادر خان [د فراه امنیې قوماندانۍ د امنیت امریت مرستیال] او همایون شهیدزاده [په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي اړوند ده، په هغه صورت کې چې یو عادي کس خبر دی نو د کورنیو چارو وزیر به پر دې موضوع نه وي خبر.”

دغه راز په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي حاجي عبدالستار حسیني ته منسوب غږیز کلېپ ښيي چې هغه له کورنیو چارو وزیر څخه غوښتنه کوي چې لویې لارې له یاد ټولي څخه سوداګر په تنګ شوي، دغه ټولی د سوداګرو له تباهۍ پرته ګټه نه لري او ژر تر ژره باید لرې شي.

له پرله پسې هڅو وروسته مو له عبدالستار حسیني سره اړیکه ټینګه نه شوه، خو همایون شهزاده په فراه کې د غیر قانوني پیسو اخیستل تایید کړل خو ویې ویل، هېڅ پوسته په ده پورې مربوط نه ده، څه وخت مخکې د ده او دغه ولایت د نورو استازو په هڅو د لویې لارې د ټولي قوماندان په ګډون ۱۴ پولیس منسوبین د غیر قانوني پیسو اخیستو په تور له دندو منفک شوي دي.

شهیدزاده د هغو تورونو اړوند چې ګواکې هغه پوستې چې غیر قانوني پیسې اخلي، په ده پورې تړاو لري وویل، ځيني کسان د ده سیاسي مقام نه شي زغملای، له همدې امله پر نوموړي بې اساسه تورونه لګوي.

هغه زیاته کړه، هر څوک چې دغه ډول ادعا لري، اسناد دې وړاندې کړي، دی یې ځواب ویلو ته حاضر دی.

د فراه امنیې قوماندانۍ د امنیت امریت مرستیال حاجي قادرجان هم هغه تورونه چې ګواکې د غیر قانوني پیسو اخیستونکې پوسته په ده پورې مربوط ده، بې اساسه وبلل او ویې ویل: “دا ټول دروغ دي، دا د کمېشنکارانو خبرې دي، سرتېری معاش لري، اعاشه لري، هغه کسان چې یاده ادعا لري موږ ته دې وښيي چې کومه پوسته غیر قانوني پیسې اخلي چې موږ یې مخه ونیسو.”

دغه راز د فراه امنیه قوماندان سمونوال غلام سخي غفوري ته منسوب غږیز کلېپ ښيي چې نوموړي د باري موټرو ټولنې رییس حاجي میرولي ته په فراه کې له موټرو د غیر قانوني پیسو اخیستو په اړه وايي: “د دغه کورنیو غلو پر پلار دې لعنت وي چې موږ ته یې په دغه کار سرخوږی جوړ کړی، موږ هغه طرف ته له ترروریزم سره مبارزه لرو چې د خلکو ښځې او اولادونه ونه سوځي او اسیر نه شي، په دې دربدرۍ کې پاتې یو؛… له غلا پرته هېڅ پر انسانیت نه پوهېږي.”

هغه حاجي میرولي ته په خطاب وايي: “موټر چلوونکو ته ووایه چیغې مه وهئ، د ټولي کار یو طرفه کوو، ځمکې ته یې اور پورې کوو چې اثر یې هم پاتې نه شي.”

د فراه امنیه قوماندان پژواک ته وویل، په تېرو میاشتو کې په دغه ولایت کې په غیرقانوني ډول د پیسو اخیستو وضعیت ډېر خراب او له کنټرول بهر و، خو اوس تر یوې کچې تر کنټرول لاندې راغلی دی.

د هغه په خبره، د ځينو پوستو لرېوالی او د تګ او راتګ نامناسب شرایط د دې لامل شوي چې لا هم یو شمېر پوستې (پشت کوه ولسوالۍ کې یوه پوسته او د لویې لارې ټولی) په غیر قانوني ډول پیسې واخلي.

خو هغه سوداګرو او خلکو ته ډاډ ورکړ چې په غیر قانوني ډول د پیسو اخیستو کچه به صفر ته ټيټه کړي.

هغه د هغو ادعاوو په اړه چې ګواکي د لویې لارې ټولی د فراه د امنیې قوماندانۍ د امنیت امریت د مرستیال اړوند دی، د کوم کس له نوم اخیستو پرته وویل: “ډاډ درکوو چې موږ به هېڅ اخاذیګر او په اخاذۍ کې شریک کس ته تسلیم نه شو، زموږ خلک به له دې اندېښنې خلاص کړو.”

نوموړي له جزئیاتو پرته وویل، تر اوسه ۱۴ هغه کسان چې اخاذي یې اخیسته، څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي او ۱۳ نور له دندو ګوښه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په ځينو نورو ولایتونو کې هم په غیر قانوني ډول د پیسو اخیستو راپورونه خپاره شوي دي.

کورنیو چارو وزارت شاوخوا دوه میاشتې مخکې د «پولیسو د نامناسب چلند او اخاذۍ» له امله د باري موټر چلوونکو له کاري اعتصاب او کابل- کندهار او کندهار- هرات لویو لارو له تړلو وروسته د ۱۸۶ پولیس منسوبینو د منفک کېدو خبر ورکړ.

کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د لویو لارو ۱۳۵ امنیتي ځواکونه او ۵۱ پولیس منسوبین د کابل له دروازو له دندو ګوښه شوي دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 114

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.