ژبه

“ولایتونو کې د ځینو موسسو د روغتیایي خدمتونو د ټیټ کیفیت په اړه جدي شکایتونه موجود دي”

کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۰): ولسمشر غني وايي، په ولایتونو کې د ځینو قراردادي موسسو د روغتیایي خدمتونو د ټیټ کیفیت جدي شکایت موجود دی چې دوام یې د منلو وړ نه دی.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون فوق العاده غونډه د عامې روغتیا وزارت پر پروژو د بحث په موخه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه زياتوي، په پیل کې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د ځینو پروژو د پرمختګونو او ننګونو په اړه د راپور ورکولو پرمهال په تخار او زابل ولایتونو کې د اساسي روغتایي خدمتونو (BPHS) پروژو، په ۱۹ ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو د نېټې غځولو او په ۱۲ نورو ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو د برخلیک څرنګوالي په اړه معلومات او د افغان-جاپان روغتون د تړونونو راپور هم وړاندې کړ.

وروسته د نړیوال بانک استازو د یادو پروژو د ځینو برخو په اړه خپلې موندنې او نظریات د  ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.

ولسمشر غني د روغتیا سکتور او نړیوال بانک مسوولینو د راپورونو او نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د هېوادوالو اساسي حق دی او باید ورته پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه، په ولایتونو کې د ځینو قراردادي موسسو د روغتیایي خدمتونو د ټیټ کیفیت جدي شکایت موجود دی چې دوام یې د منلو وړ نه دی.

نوموړي د نړیوال بانک استازو ته یادونه وکړه چې د روغتیایي خدمتونو موسسو د فعالیتونو څرنګوالی وارزوي او د موسسو فعالیت او له کارکوونکو سره چلند دې د منل شویو اصولو او ملي او بین المللي معیارونو مطابق عیار شي.

وروسته اشرف غني عامې روغتیا وزارت ته د هغوی د غوښتنو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.