ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې چاودنې د ۰۶ قطعې قوماندان وژلی او د ژیړۍ امنیه قوماندان یې ټپي کړی دی

کندهار کې چاودنې د ۰۶ قطعې قوماندان وژلی او د ژیړۍ امنیه قوماندان یې ټپي کړی دی

author avatar
25 Apr 2021 - 22:37
کندهار کې چاودنې د ۰۶ قطعې قوماندان وژلی او د ژیړۍ امنیه قوماندان یې ټپي کړی دی
author avatar
25 Apr 2021 - 22:37

کندهار (پژواک ۵ غویی ۱۴۰۰) کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله د ۰۶ قطعې قوماندان وژل شوی او د ژیړۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان ټپي شوی دی.
پېښه نن مازدیګر د دې ولسوالۍ په میراخور سیمه کې شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۰۶ قطعې قوماندان عبدالوارث او د ژیړۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار بصیر اڅکزی د میوند ولسوالۍ په میراخور سیمه کې په عملیاتو بوخت و چې چاودنې پرې وشوه.

سرچینه زیاتوي، د چاودنې له امله د ۰۶ قطعې قوماندان وژل شوی او د ژیړۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان ټپي شوی دی.

د سرچینې په خبره، سمونیار بصیر اڅکزی د سر او لاس په برخه کې ټپي شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار ژیړۍ، پنجوايي او میوند هغه ولسوالۍ دي چې جګړه په کې روانه ده او امنیتي ځواکونو د وسله والو خلاف عملیات پیل کړي دي.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.