ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ۱۵ دولتي ښوونځي د ښوونکو د نشتوالي له امله وتړل شول

د خوست ۱۵ دولتي ښوونځي د ښوونکو د نشتوالي له امله وتړل شول

author avatar
27 Apr 2021 - 22:34
د خوست ۱۵ دولتي ښوونځي د ښوونکو د نشتوالي له امله وتړل شول
author avatar
27 Apr 2021 - 22:34

خوست ښار(پژواک، ۷ غوايي ۱۴۰۰): په خوست کې د ښوونکو د کمښت او نه شتون له امله د ۱۵ دولتي ښوونځيو دراوزې د زده کوونکو پرمخ وتړل شوې.

دغه ښوونځي چې د خوست په مرکز او ولسواليو کې موجود دي، د زده کوونکو د والدينو له خوا وتړل شول او وايي څه د پاسه يوه مياشت کيږي چې زامن او لوڼه يې بدون له درس څخه ښوونځيو ته ځي او راځي.

د دغو ښوونځيو له ډلې يو هم د مرکز اړوند د ازادی مېنې ښارګوټي د هلکانو ښوونځی دی، چې دروازې ته يې نن د «غوايي ۷مه» د زده کوونکو د والدينو شورا غړو له خوا قلف واچول شو.

هغوی په خپلو خبرو کې ويل، تر هغې به د دې ښوونځي دروازه د زده کوونکو پرمخ تړلې وي، څو پوهنې وزارت په ځانګړي ډول ولسمشر محمداشرف غني د دوی غږ نه وي اوريدلی.

د عباس په نوم د دغه ښوونځي د زده کوونکو والدينو شورا يو تن غړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ښوونځيو کې د تدريس د نه موجوديت له امله د دوی د بچيانو وخت بې ځايه تيريږي.

هغه له ولسمشر او نورو اړونده ادارو غوښتنه وکړه، چې د دوی د بچيانو د ښې راتلونکي په خاطر دې، دغه ولايت کې د ښوونکو د کمښت ستونزه ژر حل کړي.

هغه زياته کړه: ((په جدي ډول د پوهنې وزارت او رئيس جمهور څخه مو دا غوښتنه ده چې زموږ ستونزې ته رسيده ګي وکړی، عملاً کار پيل کړی. که زموږ ستونزې ته رسيده ګي ونه شي، عملاً به موږ په ټول خوست کې ښوونځي وتړو، ځکه چې معلمين نه وي، ښوونځي ته زموږ شاګردانو تګ راتګ هيڅ مانا نه لري.))

د محمدګل صمدي په نوم د زده کوونکو د والدينو شورا بل غړي پژواک سره خبرو کې له دولت غوښتنه وکړه، چې دوی ته دې خپل حق ورکړي او زر تر زره دې د ښوونکو د کمښت ستونزه ور حل کړي.

هغه وويل، که دا حالت همداسې دوام پيدا کړي، نو د ناپوهی د رامنځته کيدو سبب به وګرځي.

دی وايي: ((زما خپله دوه ماشومان دې ښوونځي ته راځي، نو د يوې مياشتې نه زيات وخت وشو چې ځي او راځي درسونه يې نشته. څو ځله مې کور کې پوښتنه ترې کړې او ما ته يې ويلي چې استادان نشته او يوه ورقه درس مو هم تراوسه نه دی ويلی.))

ورته مهال د اعجار احمد په نوم د دغه ښوونځي د يوولسم ټولګي يو تن زده کوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال يې د کرونا او سږ کال يې د ښوونکو د کمښت له امله هيڅ درس نه دی ويلی.

نوموړي له ولسمشر او پوهنې وزارت غوښتنه وکړه، چې د هغوی د ښې راتلونکي په خاطر دې، دا ستونزه حل کړي.

هغه زياتوي: ((هيڅ درس مو نه دی ويلی، يو يو مخ مو هم نه دی ويلی. يوه مياشت ووته، هسې ځو او راځو. له ولسمشر او پوهنې وزيرې غوښتنه لرو چې موږ ته خپل حق راکړي، څلور زره شاګردان او څلور استادان. دا هيڅ سمون نه خوري.))

بل پلو د خوست د پوهنې رئيس نصيراحمد روښان د زده کوونکو د والدينو شورا ياد غړي په حقه بولي او وايي د يوې مياشتې په تېريدو سره لا هم دوی په دې نه دي توانيدلي چې په ښوونځو کې ماشومانو ته ښوونکي ودروي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ څخه يې غوښتنه دا ده چې دا موضوع دې په جدي توګه تعقيب کړي.

نوموړي زياته کړه: ((دا يواځينی مکتب نه دی، د دې مکتب په شمول په خوست کې په دې تېره يوه اونۍ کې شاوخوا ۱۵ ښوونځي د ښوونکو د نه شتون له امله تړل شوي دي. که په وخت يې غم ونه خوړل شي، باور دا دی چې تر چهارنيمه ازموينې پورې به د خوست معارف په مطلق ډول د سقوط سره مخامخ شي، چې بيا يې ځوابګوی همغه مرجع وي چې دوی صلاحيت لري، څو د ښوونکو ستونزه پر وخت حل کړي او موږه ماشومانو په ښوونځيو کې ښوونکي ورسوو.))

د نصيراحمد روښان په وينا، چې دا مهال په ټول خوست کې تر سلو زرو ډېر زده کوونکي، د ښوونکو د کمښت له امله له درس بې برخې دي او د دغې ستونزې د حل لپاره شاوخوا دوه زره ښوونکو جذب ته اړتيا ده.

Visits: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.