کابل (پژواک،۷ غویی ۱۴۰۰): ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې مولوي احمد کندهاری چې تر اخترمحمد منصور وروسته د طالبانو مهم کس و، په کندهار کې د دولتي ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.
د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیاء سراج نن کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل: ((مولوي احمد کندهاری چې لاسونه یې د لسګونه افغانانو په وینو سره وو تېره ورځ د کندهار د ژېړی او میوند سیمو ترمنځ د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.))
هغه مولوي احمد کندهاری د طالبانو له پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور وروسته مهم کس وباله او وویل، د نوموړي په وژل کېدو به طالبان نور هلمند، کندهار، اروزګان او زابل ولایتونو ته د ځينو کمېسیونونو د انتقال جرئت ونه کړي.
هغه زیاته کړه: ((د کندهاري وژل کېدو دوی ته یو زیګنال ورکړ چې افغانستان د دغه ډلې د مشرانو لپاره امن ځای نه دی.))
په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، احمد کندهاري د طالبان د ځانمرګو بریدنونو د تنظیم مسوولیت درلود او د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ملي امنیت عمومي رییس په نننۍ خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پاتې طالب زندانیان به ازاد نه شي، ځکه د ده په خبره د طالبانو د مخکنیو بندیانو خوشي کولو سولې ته لار خلاصه نه کړه.
خوشي شوي بندیان د جګړې ډګر ته ستانه شول او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر تړون وروسته د دې ډلې نظامي حرکتونه ۲۴ سلنه ډېر شوي او طالبان اوس هم له القاعدې سره اړیکې لري.
سراج وویل: ((تېر کال هم طالبانو سربېره پر دې چې پسرلني عملیات یې پیل کړي وو، خو رسنیز یې نه کړل، سږ کال هم ښايي پسرلني عملیات پیل کړي او دغه مساله رسنیو ته ونه وايي.))
هغه تېره ورځ افغانستان ته د پاکستاني پلاوي د راتګ اړوند پوښتنې په ځواب کې وویل: ((له طالبانو او پاکستان سره د خبرو دروازه تل خلاصه ده، کلونه کېږي چې پاکستان ژمنه کوي خو عملي اقدام نه کوي.))
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن