ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف کې سلګونو کسانو د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون وکړ

مزارشريف کې سلګونو کسانو د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون وکړ

author avatar
28 Apr 2021 - 15:59
مزارشريف کې سلګونو کسانو د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون وکړ
author avatar
28 Apr 2021 - 15:59

مزارشريف ( پژواک، غويی۸، ۱۴۰۰)د  بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې سلګونو کسانو د سولې او اوربند په ملاتړ او د امنيتي ځواکونو او جمهوريت د خونديتوب په موخه لاريون وکړ.

دغه لاريون د غويي په ۸مه، له فردوسي څلور لارې څخه پيل شو او د حضرت علي روضې په ختيځه دروازه کې د پرېکړه ليک په لوستلو پای ته ورسېد.

لاريون کوونکو ټينګار درلود چې د افغانستان حکومت او طالبان دې د سولې او ثبات په تړاو رامنځته شوی فرصت نه ضايع کوي.

د لاريون يوه سبمالوونکي حسين اغا حسيني پژواک ته وويل چې افغانان نور له جنګه ستړي دي او په هيواد کې د سولې او ټيکاو راتلو ته شېبې شماري.

هغه زياته کړه د مزارشريف خلکو هم وپتيېله چې د روان تاوتريخوالي پر ضد خپل غږ اوچت کړي نو ځکه يې په ننني لاريون کې پراخ ګډون کړی دی.

د هغه په خبره طالبان بايد د افغانانو غوښتنې ومني او د روژې مبارکې مياشتې په خاطر دې اوربند او سوله وکړي.

د لاريون يوه بل ګډونکوونکي عبدالواحد واحدي پژواک ته وويل، افغانان داسې سوله غواړي چې ورسره د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنې خوندي شي.

نوموړی زياتوي چې د قدرت خلا له رامنځته کېدو دې ډډه وشي او که اړتيا وي وي نو مخکې له وخته ټاکنو ته دې زمينه برابره شي.

هغه وويل: (( ښکاره خبره ده چې موږ ټول له جنګه ستړي يو او سوله غواړو؛ خو د سولې قيمت بايد دا نه وي چې زموږ امنيتي ځواکونه وپاشل شي، د خلکو فردي ازادي محدودې شي او هر څه بېرته له صفر څخه شروع شي)).

د هغه په وينا طالبان او افغان حکومت بايد د سولې په پروسه کې له بشپړ انعطاف څخه کار واخلي.

د ښځو د حقونو فعاله ماه جان موسوي چې په دغه لاريون کې يې ګډون کړی وايي، د سولې په کېدونکي توافق کې بايد د هر افغان حقوق خوندي وي.

د هغې په وينا دوی نه غواړي چې يو ځل بيا ښځې د سولې قرباني شي او د تحصيل او کار حق ورڅخه واخيستل شي.

نوموړې وايي په دې ټول اړخونه پوهېږي چې د جګړې له لارې هېڅ لوری هم بريا ته نشي رسېدلی.

په دغه لاريون کې له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه وشوه، چې د افغانستان جګړه دې په مسوولانه ډول پای ته ورسوي.

د مزارشريف اوسېدونکې فاطمه وايي چې نړیواله ټولنه بايد خپل فشار زيات کړي څو طالبان او افغان حکومت يوه جامع تړون ته سره ورسېږي.

د هغې په خبره که افغانستان يو ځل بيا د نړيوالې ټولنې لخوا يواځې پرېښودل شي؛ نو زيان به يې د نړۍ ډېرو هيوادونو ته ورسېږي.

د دغه لاريون په پای کې يو پرېکړه ليک هم خپور شو، چې پکې له طالبانو او افغان حکومت څخه د سملاسي اوربند او سولې غوښتنه شوې وه.

په پرېکړه ليک کې همدا راز د امنيتي بنسټونو، بشري حقونو، فردي ازاديو او د ښځو حقوقو پر خونديتوب هم ټينګار شوی وو.

Visits: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.