ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست، اروزګان او فارياب ولايتونو کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په خوست، اروزګان او فارياب ولايتونو کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 May 2021 - 11:40
په خوست، اروزګان او فارياب ولايتونو کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 May 2021 - 11:40

کابل (پژواک، ١٦ غويى ١٤٠٠) : ځايي امنيتي سرچينې وايي چې په خوست، فارياب او اروزګان ولايتونو کې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په کمين کې دوه پولیس وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول نجيب احمد نجيب وايي، دغه پېښه تېر ماښام له روژه ماتي وروسته د دغه ولايت د صبريو ولسوالۍ اړوند يعقوبيو ښارګوټي ته څېرمه شوې.

هغه پژواک ته وويل، دغو پوليسو خپلو نورو ملګرو ته په رینجر موټر کې اعاشه انتقالوله چې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول.

نوموړي همدا ډول وويل، چې په پېښه کې يو ملکي کس هم ټپي شوی دی. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، له تېره شپه د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوې نښتې پر مهال د حوزې د امر په ګډون ١٧ پوليس ټپيان شوي او يو تن وژل شوى دى.

يوې سرچينې چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې دا جګړه تېره شپه شوې چې په ترڅ کې يې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا په فارياب ولايت کې هم د يوې نښتې پر مهال پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د پښتونکوټ ولسوالۍ د لويې لارې پر پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغې نښته کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا طالبانو ويلي چې په دغې نښته کې څلور دولتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.