ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۳۰۰ کسان په کرونا اخته شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۳۰۰ کسان په کرونا اخته شوي

author avatar
7 May 2021 - 13:14
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۳۰۰ کسان په کرونا اخته شوي
author avatar
7 May 2021 - 13:14

کابل (پژواک، ۱۷ غويی ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۳۰۰ مثبتې پېښـې ثبت شوې او لس کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غويي په ۱۷ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۲۳۰۰ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ۳۰۰ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۶۱۷۵۵ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ۷۲ کسان په کابل، ۱۵ په هرات، ۶۳ په کندهار، ۴۵ په بلخ، درې په ننګرهار، یوه – یوه په تخار او اروزګان، ۷ په پکتیا، دوه – دوه په پروان، بدخشان او سمنګان، درې په میدان وردګو، اته په لوګر، پنځه – پنځه په بادغس او کونړ، ۳۵ په لغمان، څلور – څلور په خوست او پکتیکا، ۱۶ په غور ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۵۸ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۴۰۱۹ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله لس کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۲۶۸۳ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٥٦ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٢٨ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،٢ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.