ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملا برادر د وژل کېدو خبر ناسم دی

د ملا برادر د وژل کېدو خبر ناسم دی

author avatar
8 May 2021 - 16:55
د ملا برادر د وژل کېدو خبر ناسم دی
author avatar
8 May 2021 - 16:55

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۰): «د شاهین ۲۰۹ قول اردو» په نوم یوې فېسبوکپاڼې د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د وژل کېدو خبر خپور کړی، خو دغه پاڼه جعلي ده او طالبان هم د برادر د وژل کېدو ادعا ناسمه بولي

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د تحریک له بنسټ ایښودونکو څخه دی او دا مهال د طالبانو سیاسي مرستیال او قطر کې د هغوی د سیاسي دفتر مشر دی. برادر پاکستان کې له شاوخوا درې نیم کاله زندان وروسته د ۱۳۹۲ کال په وږي میاشت کې خوشی شو او د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون هم برادر د امریکا له استازي زلمي خلیلزاد سره لاسلیک کړی دی.

ادعا: د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال ملابرادر وژل شوی دی

د شاهین ۲۰۹ قول اردو په نوم یوې جعلي فېسبوکپاڼې تېره ورځ (د غویي ۱۷مه) لیکلي:«ملا برادر هم دوزخ ته ولاړ، هغه څو ساعته مخکې کراچۍ کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.»

دغه جعلي فېسبوکپاڼه تر ۱۲۲ زره ډېرو کسانو خوښه (لایک) کړې او د ملابرادر د وژل کېدو په اړه یاده لیکنه نن د غويی ۱۸مه له غرمې مخکې تر لس نیمو بجو ۲۳۰۰ کسانو خوښه کړې، ۳۴۹ کسانو پرې تبصرې کړي او ۱۵۶ کسانو له خپلو ملګرو سره شریکه کړې ده.

د یادې فېسبوکپاڼې له خوا د ملابرادر د وژل کېدو ناسم خبر په نورو ټولنیزو رسنیو لکه فېسبوک، ټویتر او واټس اپ ګروپونو کې هم ډېرو کسانو خپور کړی دی.

حقیقت موندنه:

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پژواک خبري اژانس ته وویل چې «د شاهین ۲۰۹ قول اردو رسمي پاڼې» په نوم یاده فېسبوکپاڼه جعلي ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پژواک ته وویل: “دغه ادعا غلطه ده، محترم ملا برادر اخوند په قطر کې دی، جوړ او روغ دی.”

پایله: د شاهین ۲۰۹ قول اردو په نوم یوې جعلي پاڼې ادعا کړې چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کراچۍ کې وژل شوی دی، خو ملي دفاع وزارت دغه پاڼه جعلي بولي او طالبان هم وایي چې ملابرادر ژوندی دی او قطر کې دی.

پرېکړه: د ملابرادر د وژل کېدو خبر ناسم دی.

د یادونې ده چې د ۱۳۸۶ کال په وږي میاشت کې هم ځینو رسنیو د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر خپور کړی و چې ملابرادر د امریکايي ځواکونو برید کې هلمند کې وژل شوی دی.

Visits: 1308

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.