ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل او لوګر بریدونه، ولسمشر سه شنبه د ملي ماتم ورځ اعلان کړه

د کابل او لوګر بریدونه، ولسمشر سه شنبه د ملي ماتم ورځ اعلان کړه

author avatar
9 May 2021 - 23:02
د کابل او لوګر بریدونه، ولسمشر سه شنبه د ملي ماتم ورځ اعلان کړه
author avatar
9 May 2021 - 23:02

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۰) : ولسمشر محمد اشرف غني د لوګر او کابل پر محصلینو او زده کوونکو د  وروستیو خونړیو بریدونو په ویر کې سه شنبه په ټول هېواد کې عمومي ماتم اعلان کړی دی.

تیره اونۍ دلوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې پر هغه ودانۍ موټر بم برید شوی و، چې پکې د ازرې ولسوالۍ زده کوونکو چې د کانکور ازموینې لپاره راغلی وو، میشت وو ، چې په ترڅ کې یې تر سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز پرون د کابل د شت برچي په سیمه کې د نجونو د یوه ښوونځي مخې ته موټر بم او دوه ماین چاودنې وشوې وشوې چې په ترڅ کې یې ۶۰ تنه ووژل شول او تر ۱۰۰ زیات کسان ټپیان شوي وو.

ولسمشر غني نن په یوه ویډیو پیغام کې یو ځل بیا دغه بریدونه وغندل او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د جګړې له له لارې هېڅکله هم خپلو اهدافو ته نشي رسېډلی.

هغه زیاته کړه:”د حکومت رهبري تل ددې په لټه کې ده څو ښوونځي او مدرسې جوړې کړي او زموږ اولادونه د پوهې او علم لاره خپله کړي، خو د ناپوهۍ ډلې کله د طالب او کله د داعش په نومونو د دا ډول وحشي بريدونو په ترسره کولو سره غواړي چې زموږ اولادونه د پوهې او پرمختګ له کاروانه شاته پرېږدي “.

ولسمشر د یادو پيښو په مناسبت سه شنبه ملي ماتم اعلان وکړ او وې ویل چې د سې شنبې پر ورځ به د هېواد په دولتي ادارو، جوماتونو، تکیه خانو او له هېواده بهر د افغانستان په استازولیو کې د دې دواړه پېښو د قربانیانو لپاره فاتحې لوستل کېږي.

د چاودنې مسوولیت لا کومې ډلې نه دی منلی خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې  دې برید مسوول وسله وال طالبان بلل شوي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د برید غندلو سره له نړیوالې ټولنې او انساني حقونو بنسټونو غوښتي چې طالبان دې د دې برید له امله مجازات کړي.

هغه زیاته کړه “له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو زموږ هیله دا ده چې د طالبانو ډله او د دوی ملاتړي د دغه برید له امله مجازات کړي او د طالبانو ټول مشران یو ځل بیا په تور لیست کې راوستل او ورباندې شدید بندیزونه ولګول شي.”

خو طالبانو دا پېښه غندلې ده او پر تلفاتو یې خپګان ښودلی.

د کابل پیښه په نړیواله کچه وغندل شوه.

 

Visits: 39

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.