ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د ملکیانو مرګ ژوبله د وړمې اوونۍ په پرتله نږدې شپږ برابره ډېره وه

تېره اوونۍ د ملکیانو مرګ ژوبله د وړمې اوونۍ په پرتله نږدې شپږ برابره ډېره وه

author avatar
16 May 2021 - 18:30
تېره اوونۍ د ملکیانو مرګ ژوبله د وړمې اوونۍ په پرتله نږدې شپږ برابره ډېره وه
author avatar
16 May 2021 - 18:30

کابل (پژواک، ۲۶ غويی۱۴۰۰): په افغانستان کې تېره اوونۍ – سره له دې چې ښکېلو غاړو د اختر په درېیو ورځې کې اوربند کړی و- ۳۶۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې ۱۶ سلنه د اوربند په درېیو ورځو کې رامنځته شوې ده.

  • د افغانستان دولت او طالبانو د تېر کوچني اختر درې ورځې اوربند وکړ.
  • په ملي او نړیواله کچه د اوربند غځولو غوښتنه وشوه، خو طالبانو رد کړه.
  • غني له پاکستان سره سياسي توافق په افغانستان کې د سولې لپاره مهم وباله.
  • د دولت او طالبانو مرکچیانو له اوږده ځنډ وروسته د سولې خبرې پیل کړې.
  • ولسمشر غني وویل، که د سولې ضمانت وشي د طالبانو بندیان خوشي کوي.
  • حکمتیار: د انتقالي حکومت له جوړېدو مخکې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو پرېکړه مسوولانه نه ده.
  • جمعیت او جنبش ګوندونه: که طالبان د سولې له فرصته ګټه وانه خلي، خلک به یې پر وړاندې جګړې ته چمتو شي.
  • تېره اوونۍ د ملکیانو مرګ ژوبله د وړمې اوونۍ په پرتله نږدې شپږ برابره ډېره وه.

اختریز اوربند، بریدونه او مرګ ژوبله:

د افغانستان دولت او طالبانو د تېر کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ. دغه اوربند تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېد.

د راپورونو له مخې، له دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو، په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) او همدا راز د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له طالبانو د اعلان شوي اوربند د غځولو غوښتنه وکړه. د افغانستان حکومت، د ملي پخلاینې عالي شورا او د ٧٢ سیاسي ګوندونو د اړیکو کمېټې هم دایمې اوربند وغوښت، خو طالبانو وویل چې د کوچني اختر په پار له درې ورځني اوربند وروسته د دغه اوربند غځولو پلان نه لري او دوی داسې پړاو ته نه دي رسېدلي چې اوربند وغځوي.

خو له یاد درې ورځني اوربند سره، سره تېره اوونۍ د هېواد په یوولسو ولایتونو (کابل، زابل، پروان، کندوز، کندهار، لوګر، ننګرهار، خوست، هرات پکتیا او اروزګان) کې په ۲۱ بریدونو کې ۱۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵۴ نور ټپیان دي.

له دغو بریدونو- چې چا یې مسوولیت هم نه دی منلی- تر ټولو خونړی په کابل کې د سید الشهدا ښوونځي پر زده کوونکو برید و چې۶۳ کسان په کې ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول. ځینو سرچینو په دغه برید کې د وژل شوو کسانو شمېر ۸۵ ښودلی دی.

اوربند کې چاودنې او مرګ ژوبله:

د پژواک موندنې ښیي چې د تېرې اوونۍ د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې نږدې ۱۶ سلنه یې د اوربند په درېیو ورځو کې اوښتې ده.

په اختر کې د اوربند پر مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپور نه دی ورکړل شوی، خو د اختر په لومړۍ ورځ په کابل، کندهار او کندوز کې نهه کسان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي. دغه راز د اختر په دویمه ورځ د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له امله د ملا امام په ګډون ۱۲ کسان ووژل او شاوخوا شل نور ټپیان شول.

د اختر په درېیمه ورځ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې چاودنې یو کس وواژه او دوه ټپیان دي. د اختر ورځو د چاودنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی او دولت او طالبانو تر اوسه د تېرې اوونۍ د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوړي، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

له سختو جګړو سره جوخت په افغانستان کې د سولې لپاره په نړیواله او ملي کچه هڅې روانې وې.

محب: د نړیوالو فشارونو له مخې افغانستان ته د پاکستاني چارواکو سفر

تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د پاکستان د استخباراتي شبکې (ای اېس ای) مشر جنرال فیض حامد او د بریتانیا د وسله والو ځواکونو قوماندان جنرال نېکولس کارټر کابل ته راغلل، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې به جلا، جلا ډول وکتل او په افغانستان کې «د سولې اړوند مسایلو، ګډو ګټو، امنیت او دفاع په برخو کې پر همکاریو» وغږېدل.

د یادو افغان او پاکستاني چارواکو د خبرو په اړه ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي، خو غني له پاکستان سره سياسي توافق په افغانستان کې د سولې لپاره مهم بللی، ویلي یې دي چې د سولې او دښمنۍ مسئله د پاکستان په لاس کې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، کابل ته د یادو پاکستاني چارواکو له راتګ مخکې ویلي وو چې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شوي، څو د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي؛ له همدې امله به د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته سفر ولري.

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغانستان په جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې تاوتریخوالی ختم کړي او سوله وکړي.

نیکلاس کارټر کابل ته د سفر پر مهال وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبان د جګړې د دوام لپاره هيڅ دلیل نه لري او باید جګړه ودروي. اروپايي ټولنې هم پر افغانانو د يووالي غږ کړی او له طالبانو يې د جګړې درولو غوښتنه کړې ده.

د سولې لپاره هیله بښونکي خبرونه:

د سولې لپاره په نړیواله کچه له یادو هڅو سره جوخت، په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو له شاوخوا درې میاشتني ځنډ وروسته ناسته وکړه؛ د سولې خبرو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ او په دې برخه کې رامنځته شوی بندون یې مات کړ.

ولسمشر غني هم تېره اوونۍ وویل، په هغه صورت کې د طالبانو پاتې اووه زره بنديان خوشي کوي چې د سولې ضمانت ورکړل شي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ او پر خپل مقابل لوري يې هم غږ وکړ چې جګړه ودروي. ده د دوحې د تړون د ټولو برخو عملي کېدل وغوښتل.

د سولې په اړه د ګوندونو او خلکو څرګندونې:

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره اوونۍ وویل،  په افغانستان کې د انتقالي حکومت لپاره د زمینې له برابرولو مخکې، له هېواده د بهرنیانو د وتلو پرېکړه مسوولانه نه ده.

د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم او د جمعیت اسلامي مشر عطامحمد نور دواړو طالبانو ته ګواښ وکړ چې که د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه وانه خلي، خلک به د دې ډلې پر وړاندې جګړې ته چمتو شي.

د پکتيا یو شمېر اوسېدونکو یوه ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي او نورو ستونزو جرړه جګړه ده او څو چې اوربند ونه شي، خلک خوښ ژوند نه شي کولی.

Visits: 235

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.