کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ١٤٠٠): طالبانو د ډیورند هغه غاړه د «امریکایي اډې جوړېدو» په تړاو ویلي، که داسې وشي افغان ولس به یې په اړه پټه خوله پاتې نه شي او د هر ډول ناخوالو مسوولیت به د هغه چا پر غاړه وي چې د دې «ډول اشتباهاتو» مرتکب کېږي.
په دې وروستیو کې ځینو سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د امریکا متحده ایالتونو د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د پوځي اډې جوړول پیل کړي، خو امریکا وایي، د ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه د افغانستان له ګاونډیانو سره کومه هوکړه نه ده شوې.
دغه راز تېره ورځ (د غبرګولي څلورمه) یو راپور










