ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: په هرات کې ۱۵ امنیتي سرتېرو او ۲۹وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

والي: په هرات کې ۱۵ امنیتي سرتېرو او ۲۹وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Jun 2021 - 15:06
والي: په هرات کې ۱۵ امنیتي سرتېرو او ۲۹وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Jun 2021 - 15:06

هرات (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۰): د هرات والي وايي چې د فرسي ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ۱۵ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، یوه پوسته سقوط شوې او دغه راز ۲۹وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي، د هرات یو مدني فعال وایي چې د فرسي ولسوالۍ امنیه قوماندان  سیدشفیق جاهد له اتو امنیتي سرتېرو سره وژل شوی او د یادې ولسوالۍ ولسوال له دوه نورو سرتېرو سره ټپي شوی دی.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وایي چې تېره شپه وسله والو طالبانو پر فرسي، ګلران او ادرسکن ولسواليو بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې د فرسي ولسوالۍ امنیه قوماندان له یوبل سرتېري سره وژل شوی او پنځه نور سرتېري ټپیان شوي دي.

ده زیاته کړه چې په دغې نښته کې ۱۳ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

خو د هرات ځینې مدني فعالان وايي چې د فرسي ولسوالۍ ولسوال سید شمس الدین او د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان سیدشفیق جاهد له نورو سرتېرو سره په یوه سنګر کې ناست وو چې د درې نفوذي بریدکوونکو تر برید لاندې راغلل.

په فرسي ولسوالۍ کې یو مدني فعال محمد اصف فیضیار پژواک ته وویل چې په دغه برید کې امنیه قوماندان سیدشفیق جاهد له اتو سرتېرو سره ووژل شو او ولسوال له دوه سرتېرو سره ټپي شو.

د نوموړي په خبره چې یاد درې نفوذي کسان هم د امنیتي سرتېرو له خوا ووژل شول.

د هرات والي وايي چې طالبانو تېره شپه پر ګلران ولسوالۍ هم برید کړی چې له امله یې دوه د ملي امنیت سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره چې په دغې نښته کې اته طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د هغه په خبره چې د هرات په ادرسکن کې هم یوه امنیتي پوسته سقوط شوې، خو مرستندویه ځواکونه سیمه ته لېږل شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.