چاریکار (پژوک، ۱۶غبرګولی ۱۴۰۰): د پروان ولایت لسګونو اوسېدونکو د یوه سیمه ییز قوماندان له خوا د یوه ځوان د وژنې په غبرګون کې لاریون پیل کړی او د کابل-شمال لویه لار یې تړلې ده.
قهرجنو لاریون کوونکو، یو سیمه ییز قوماندان «نوراحمد سکندري» چې په دغې ولسوالۍ کې د یوه ځوان پر وژنه تورن دی، د مصالحې عالي شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له کسانو بولي او د عبدالله عکسونه یې وسوځول.
د وژل شوي (فرهاد) ورور عبیدالله ادعا کوي چې نوراحمد سکندري تر اوسه د جبل السراج ۲۸ اوسېدونکي وژلي دي.
هغه وویل: «د جبل السراج، پروان او له مرکزي ادارو څخه عدالت غواړو؛ که زموږ خبره یې ونه منله، باید موږ هم و وژني.»
اعتراض کوونکو په نښته کې د وژل شوي ځوان مړی له ځان سره راوړی او خبرداری ورکوي چې که یې غږ وانه ورېدل شي، جسد به د عدالت غوښتنې په موخه کابل ته انتقال کړي.
بل لاریون کوونکي نظیر اقا پژواک ته وویل چې نوراحمد سکندري او ساتونکو یې د تره زوی وژلی دی.
خو نوراحمد سکندري له پژواک سره په خبرو کې فرهاد نومی د هغه د وژلو په هڅه تورن کړ او ادعا یې وکړه چې دغه ځوان لومړی پر ده او د ده پر ساتونکو ډزې کړې چې د ناچارۍ له امله د ده د ساتونکو له خوا وژل شوی دی.
په ورته مهال د پروان پولیس وایي چې د دغې پېښې عاملین یې نیولي او له تېرې شپې تر اوسه د نوراحمد سکندري کور هم د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سیمې د خلکو په وینا، د تېرې شپې په سر کې د جبل السراج ولسوالۍ په مناره سیمه کې د یاد قوماندان د ساتونکو او وژل شوي ځوان تر منځ وسله واله نښته هم شوې ده.
نوراحمد سکندري د جمعیت اسلامي ګوند اړوند سیمه ییز قوماندان دی چې اوس مهال د ملي مصالحې عالي شورا د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي.