ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احصایې ملي ادارې د افغانستان نفوس د اټکل له مخې ۳۳،۶ میلیونه ښودلی

د احصایې ملي ادارې د افغانستان نفوس د اټکل له مخې ۳۳،۶ میلیونه ښودلی

author avatar
8 Jun 2021 - 14:39
د احصایې ملي ادارې د افغانستان نفوس د اټکل له مخې ۳۳،۶ میلیونه ښودلی
author avatar
8 Jun 2021 - 14:39

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تازه راپور له مخې، روان ۱۴۰۰ لمریز کال د هېواد د وګړو شمېر ۳۳،۶ میلیونه اټکل شوی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د وګړو اټکلي شمېر نن د غبرګولي په ۱۸مه، خپور کړ.

د دغه اټکل له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې د هېواد د ټولو وګړو شمېر ۳۳٫۶ مـیليون تنه ښودل شوی چې له دې ډلې ۱۷٫۱ مـیليون تنه (۵۱٫۰ سلنه) نارينه او ۱۶٫۵ مـیليون تنه (۴۹٫۰ سلنه) ښځينه دي.

سرچینې زیاته کړې، په ۱۴۰۰ كـال كې د هېواد د ۳۳٫۶ مـیليون تنو وګړو له ډلې څخه ۲۳٫۸ مـیليون تنه (۷۰٫۸ سلنه) كليوالي وګړي، ۸٫۳ مـیليون تنه (۲۴٫۷ سلنه) ښاري وګړي او ۱٫۵ مـیليون تنه (۴٫۵ سلنه) کوچيان تشکیلوي.

د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۰ کال د هېواد د وګړو اټکل د اداري واحدونو، ښاري، کلیوالي او جنس په توپیر د دموګرافيکي علمي اصولو او تخنيكونو په پام كې نيولو سره اټكل شوی، چې ۳۴ ولايتونه (۳۶۴ اصلي ولسوالۍ، ۲۴ مؤقتې ولسوالۍ او ۳۴ د ولايتونو مركزونه) په‌كې شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اټکل کې د ۴۲۲ اداري واحدونو په ډله كې، ۶۶ ښارونه هم شامل دي او د ۱۳۸۳کال نفوس د اساس کال په توګه په پام کې نیول شوی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د ۱۴۰۰ کال د وګړو د اټکل خپرونه د هېواد د وګړو وضعیت ښکارندويي کوي او د پالیسیو، پروګرامونو او د لویو پرېکړو په برخو کې د وګړو اړوندو معلوماتو ته د ملي او نړیوالو بنسټونو د اسانه لاسرسي زمینه برابر‌وي.

سرچینې زیاته کړې، دوی په پام کې لري چې د شرایطو له ښه کېدو سره ‎د وګړو ‎سرشمېرنه ترسره کړي، چې په پایله کې به یې نوي، كره او هر اړخيز ارقام د ګټه اخیستونکو په واک کې ورکړل شي.

د یادې ادارې له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د کابل ولایت نفوس ۵،۳ میلیونه، پروان ۷۵۱ زره، میدان وردګ ۶۷۱ زره، لوګر ۴۴۲ زره، لغمان ۵۰۲ زره، پنجشېر ۱۷۲ زره، بغلان څه دپاسه یو میلیون، بامیان ۵۰۴ زره، غزني یو میلیون او ۳۸۶ زره، پکتیکا ۷۸۹ زره، پکتیا ۶۲۲ زره، خوست ۶۴۷زره، کونړ ۵۰۸ زره، نورستان ۱۶۶ زره، بدخشان یو میلیون او ۷۲ زره ، تخار یو میلیون او ۱۱۳ زره، کندوز یو میلیون او ۱۶۰ زره، سمنګان ۴۳۸ زره، بلخ یو میلیون او ۵۴۳ زره، سرپل ۶۳۲ زره، غور ۷۷۷ زره، دایکنډي ۵۲۴ زره، اروزګان ۴۴۳زره، زابل ۳۹۱ زره، کندهار یو میلیون او ۴۳۱ زره، جوزجان ۶۱۳ زره، فاریاب یو میلیون او ۱۲۹ زره، هلمند یو میلیون او ۴۷۲ زره، بادغیس ۵۵۹ زره، هرات دوه میلیونه او ۱۸۷ زره، فراه ۵۷۳ زره، نیمروز ۱۶۶ زره، ننګرهار یو میلیون او ۷۵۳ زره کسان اټکل شوي دي.

Visits: 825

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.