ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان ادعا کوي چې یوه میاشت کې یې ۱۸ ولسوالۍ نیولې؛ خو دولت وایي ځینې یې خپله پرېيښې

طالبان ادعا کوي چې یوه میاشت کې یې ۱۸ ولسوالۍ نیولې؛ خو دولت وایي ځینې یې خپله پرېيښې

author avatar
8 Jun 2021 - 10:10
طالبان ادعا کوي چې یوه میاشت کې یې ۱۸ ولسوالۍ نیولې؛ خو دولت وایي ځینې یې خپله پرېيښې
author avatar
8 Jun 2021 - 10:10

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰): طالبان وایي، په یوه میاشت کې یې ۱۸ولسوالۍ نیولې دي، خو د ملي دفاع وزارت دا ادعا ردوي او وایي چې ځینې ولسوالې او سیمې دوی د خلکو په غوښتنه او د تلفاتو د مخینوي په موخه پریښي دي. یادې ولسوالۍ د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې موقعیت لري.

ادعا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې طالبانو په تېره شاوخوا  یوه میاشت کې د نورستان دواب او منډول، د لغمان دولت شاه، د بغلان بورکه، د ارزوګان ګیزاب، د بادغیس بالامرغاب، د میدان وردګو جلریز او نرخ، د غزني ده یک، د زابل شینکۍ، د هلمند واشېر، د فاریاب قیصار ولسوالي، د غور شهرک ولسوالي، د لوګر څرخ، د کندهار ارغستان، د بادغیس قادس، د هرات فارسي او د غزني اب بند ولسوالۍ نیولې دي.

حقیقت موندنه:

اووه هغه ولسوالۍ چې طالبانو په بشپړ ډول نیولې دي:

د بغلان بورکه ولسوالي: د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ اوسېدونکی معلم سیدمحمد وایي، د بورکې ولسوالي له کوچني اختر وړاندې له جګړې پرته طالبانو نیولې او تر اوسه یې په کنټرول کې ده. هغه وایي چې دا مهال د بورکې ټولې سیمې له طالبانو سره دي.

د لغمان دولت شاه ولسوالي: د لغمان د پوليسو وياند شفيع الله افغانيار وایي چې دولتي ځواکونو د غويي په ٣٠مه د دولت شاه له ولسوالۍ څخه تکتيکي شاتګ کړی دی. د ده په وینا، له دې امله چې نورو سیمو کې هم امنيتي ګواښونه شته، دولتي ځواکونو تر اوسه د دغې ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره مستقيم عمليات نه دي کړي.

د سیمې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې دا مهال د دولت شاه ولسوالۍ ټولې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي.

د نورستان دواب او منډول ولسوالۍ: د نورستان دواب ولسوالۍ د غبرګولي په ۱۵مه شپه طالبانو ونیوله.

د نورستان د امنيه قوماندانۍ وياند سراج الحق اميري وایي چې امنيتي ځواکونو له دواب ولسوالۍ څخه تکتيکي شاتګ کړی.

دی وایي، چې منډول ولسوالي تر دې مخکې د طالبانو لاسته لوېدلې وه او چارواکي یې په دواب کې مېشت وو، خو له دواب څخه هم دولتي ځواکونو شاتګ وکړ.

د سیمې یو اوسېدونکی عبد الرقیب وایي چې د دواب ولسوالي په بشپړ ډول د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د میدان وردګو د نرخ ولسوالي: د راپورونو له مخې، د نرخ ولسوالي د تېرې غویي میاشتې په ۲۱مه طالبانو ونیوله.

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ یو اوسېدونکی عصمت الله ستانکزی وایي چې د دغه ولایت د نرخ ولسوالي دا مهال په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې ده. ده وویل، چې امنیتي ځواکونو څو ځله د بیا نیولو لپاره عملیات کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.

د اروزګان ګیزاب ولسوالي: له ګیزاب ولسوالۍ څخه سرچینې تاییدوي چې پرون سهار اته بجې دغلته د پوځ یوازینۍ قرارګاه چې په کې د ملي اردو لسګونه سرتېري او ولسوال هم و، د دایکنډي ولایت د بیري سیمې ته تللي او په دې سره ګیزاب ولسوالي په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د ګیزاب مخکنی ولسوال عبدالله وایي چې ګیزاب کې د ملي اردو اډه له دغې ولسوالۍ د دایکنډي ولایت د بیري سیمه ته لېږدول شوې او په دې سره د ګیزاب ټولې سیمې د طالبانو لاسته ولوېدې.

یوې بلې سرچینې هم پژواک ته تایید کړه چې ګیزاب ولسوالي په بشپړه توګه طالبانو نیولې ده. بلخوا د ولایت مقام ویاند احمدشاه ساحل یوځل بیا د ګیزاب د سقوط خبره ردوي او وایي چې دوی شاتګ کړی دی.

د بادغیس بالامرغاب ولسوالي: د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي چې د بالامرغاب ولسوالۍ له پخوا د طالبانو په کنټرول کې وه او یوازې یو کنډک هلته پاتې و چې هغه یې هم له دې امله چې دوی ورته اکمالات نه شو کولی د بادغیس مرکز ته لېږدولی دی. هغه وایي، چې بالامرغاب ولسوالۍ ټوله د طالبانو په لاس کې ده.

نهه هغه ولسوالۍ چې مرکزونه یې د طالبانو لاسته لوېدلي دي:

د میدان وردګو جلریز ولسوالي:  د راپورونو له مخې، د جلریز ولسوالۍ مرکز د تېرې غویي میاشتې په ۳۱مه طالبانو ونیو. په جلریز کې مو له چا سره اړیکه ټینګه نه شوه، خو له جلریز سره پر پوله د پرتې نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی عصمت الله ستانکزی وایي چې د جلریز ولسوالۍ مرکز او ډېرې سیمې د طالبانو په لاس کې دي، خو د میدان وردګو د بهسودو خوا ته په سیاه خاک سیمه کې یې د دولتي ځواکونو پوستې شته.

د فاریاب قیصار ولسوالي:  د راپورونو له مخې، د غویي ۱۶مه طالبانو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ پر مرکز موټربم برید وکړ او د دغې ولسوالۍ مرکز یې ونیو.

د فاریاب د ولایتي شورا یو غړی محمد نادرسعیدي وایي، چې یوازې د ملي اردو یو کنډک د دغې ولسوالۍ ودانۍ په درې کیلو مترۍ کې پاتې دی او د یادې ولسوالۍ نورې پاتې سیمې ټولې د طالبانو په لاس کې دي.

د غزنی ده یک ولسوالی:  د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال حکمت الله کوچي د غبرګولي په ۱۵مه ویلي و چې د ده یک ولسوالۍ مرکز د خلکو په غوښتنه له خپل اصلي ځایه په همدې ولسوالۍ کې بل ځای ته لېږدول شوی. هغه وايي: “د ولسوالۍ په انتقال کې هيڅ وسله واله نښته نه ده رامنځته شوې او نه هم چا ته کوم تلفات اوښتي دي.”

د سیمې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، هم وایي چې د ولسوالۍ مرکز، پخواني مرکز ته څېرمه یوې غونډې ته لېږدول شوی او نوره ټوله ولسوالي د طالبانو په واک کې ده.

د زابل شینکۍ ولسوالي: د زابل د ولایتي شورا مشر حاجي عطا جان حق بیان وايي، د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ نورې سیمې شاوخوا یوه میاشت مخکې د طالبانو لاسته لوېدلې، خو څلور ورځې مخکې د دغې ولسوالۍ بازار، امنیه قومانداني، د ملي امینت مدیریت او د ولسوالۍ تعمیر هم طالبانو نیولي دي خو هغه وایي چې لا هم د دغې ولسوالۍ له مرکز څخه په لرې سیمه کې د ملي اردو کنډک پاتې دی.

د هلمند واشېر ولسوالي: د هلمند د ولایتي شورا مشرعطاالله افغان وایي، د واشېر ولسوالي طالبانو نه ده نیولې، خو دولتي ځواکونو په خپله د دغې ولسوالۍ مرکز له پخوانۍ سیمې د «ثقیله» په نوم بلې سیمې ته لېږدولی دی.

ده وویل: “هغه سیمه د کلیو په منځ کې وه، دولت ورته رسېدنه نه شوای کولی، بازار په کې نه و، یو پلاوی وټاکل شو او خوښه یې وکړه چې انتقال شي.”

خو ده وویل چې له ثقیلې سیمې پرته د دغې ولسوالۍ نورې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.

د غور شهرک ولسوالي:  یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي پژواک ته وویل، چې د دغې ولسوالۍ مرکز د غبرګولي په شپاړسم ماښام له جګړې پرته د طالبانو لاس ته لوېدلی او دولتي ځواکونو د دغې ولسوالۍ د تنګې کلي ته شاتګ کړی.

خو د سیمې یو اوسېدونکی وایي چې د شهرک ولسوالۍ له تنګي کلي پرته چې امنیتي ځواکونو ورته شاتګ کړی، نوره ټوله د طالبانو په کنټرول کې ده.

د لوګر څرخ ولسوالي: د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ وایي چی حکومت د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې حاکمیت لري.

خو د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سیمې یو قومي مشر سید ابراهیم وایي چې دولتي ځواکونو د څرخ ولسوالۍ مرکز طالبانو ته پرې ایښی او د ولسوالۍ دفترونه یې د «ډبر» سیمې ته لېږدولي دي.

د کندهار ارغستان ولسوالي: د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سیدجان خاکرېزوال وايي چې د دغې ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو په واک کې دي او د طالبانو بریدونه د ولسوالۍ تر مرکزه رارسېدلي دي. خو هغه وایي چې د ولسوالۍ مرکز د دولت په کنټرول کې دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی هم وایي چې د ارغستان مرکز د دولت په کنټرول کې دی.

خو د سیمې یو اوسېدونکی وایي چې د ولسوالۍ مرکز له پخواني ځایه د شاه بند او جګ نړي سیمو ترمنځ ساحې ته لېږدول شوی او اوس مهال پرته له دې سیمې نورې ټولې سیمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

د غزني اب بند ولسوالي: د راپورونو له مخې، د اب بند ولسوالۍ مرکز دوه شپې مخکي طالبانو نیولی دی. یوه امنیتی سرچینه وایي: “حکومتي مسوولينو ولسوالي او امنيه قومانداني دواړه له تودې چينې سيمې څخه اوس د کابل- کندهار پر لويه لار د همدې ولسوالۍ يو بل ځاى ته انتقال کړي دي.”

خو د غزني د امنيې قومانداني وایي چې طالبانو په اب بند کې يواځې دوه پوستې نيولې دي.

دوه هغه ولسوالۍ چې مرکزونه یې د دولت په واک کې دي

د بادغیس قادس ولسوالي: د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي چې قادس ولسوالي د دغه ولایت تقریباً یوه امنه ولسوالۍ ده، ټولې ادارې یې فعالې دي او هغه اوازې حقیقت نه لري چې د طالبانو لاس ته دې لوېدلې وي. خو ده زیاته کړه چې د دغې ولسوالۍ په یو شمېر لرو کلیو کې وسله وال طالبان فعالیت لري.

د بادغیس د ولایتي شورا یو غړی چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، هم وایي چې د قادس ولسوالي طالبانو نه ده نیولې او امنیتي ځواکونه پر دغې ولسوالۍ کنټرول لري.

د سیمې یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې د قادس مرکز د دولت په واک کې دی، خو د دغې ولسوالۍ نورې سیمې طالبانو نیولې دي.

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍د هرات فارسي ولسوالي:  د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري او د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده وایي چې د فارسي ولسوالۍ طالبانو نه ده نیولې. ولیزاده وایي:”د طالبانو ادعا دروغ ده او د فارسي ولسوالۍ ټوله د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.”

د سیمې یو اوسېدونکی وایي چې د فارسي ولسوالۍ یوازې مرکز د حکومت په کنټرول کې دی او نورې ټولې سیمې یې د طالبانو کنټرول کې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه چې د ځینو ولسوالیو مرکزونه په اړوندو ولسوالیو کې نورو سیمو ته لېږدول شوي، وایي چې یادې ولسوالۍ دوی نیولې دي.

هغه زیاتوي:” دا که حکومت چېرې د ولایت په مرکز کې ولسوالۍ اعلان کړي یا یې یو دفتر د هغې ولسوالۍ په نامه خلاص کړي، نو دا خو دلیل نه دی چې دا ولسوالۍ د دوی سره شوه، یا یې مرکز د دوی سره شو؛ مثلا څرخ دی د پل علم مربوط سیمه کې یو پوسته ده، دوی ورته د څرخ ولسوالۍ نوم ورکړی، نو دا ولسوالۍ خو د دوی سره نه شوه، دا خو د پل علم یوه پوسته ده، نو اوس تاسو قضاوت وکړئ چې د څرخ ولسوالۍ دوی سره ده؟ نه څرخ ټوله زموږ سره ده، دغسې نورې ولسوالۍ هم چې سقوط شوې بې له شکه دوی په هغه باندې یو بل نوم ږدي.”

د افغانستان د ملی دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د طالبان هغه څرګندونې چې ـ یوه میاشت کې یې ۱۹ ولسوالۍ نیولي- رد کړې، خو پرته له دې چې د ولسوالیو شمېر په ګوته کړي، ویې ویل چې دولتي ځواکونو له یو شمېر ولسوالیو څخه شاتګ کړی او د ملکي وګړو او دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دولتي ځواکونو ځینې ولسوالۍ پرې ایښې دي. د هغه په وینا، ځینې ولسوالۍ او سیمې دولتي ځواکونو په خپله د خلکو په غوښتنه پرې ايښې دي.

احمدزي وویل، چې د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره پلان جوړ شوی او ډېر ژر به مثبت بدلونونه رامنځته شي.

پایله: طالبان وایي یوه میاشت کې یې ۱۸ ولسوالۍ نیولي، خو ځینې سیمه ییزې سرچینې وایي، له یادو ۱۸ ولسوالیو، د ۱۶ مرکزونه طالبانو نیولي، خو له دې ډلې دولت د نهو ولسوالیو په نورو سیمو کې مرکزونه فعال کړي او د پاتې دوو نورو مرکزونه د دولت، خو ډېری سیمې یې د طالبانو په واک کې دي.

پرېکړه: طالبانو یوه میاشت کې د یادو ۱۸ ولسوالیو څخه ۷ ولسوالۍ په بشپړ ډول نیولې دي، د دوو ولسوالیو مرکزونه لا هم د دولت سره دی او د نهو ولسوالیو مرکزونه دولت نورو سیمو ته لېږدولي دي.

Visits: 419

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.